افغانستان

پکتیا- دوه ښوونځیو او یوه کلنیک ته ودانۍ جوړی شوی

joma_khan_hamdard_in_paktiaنن ټکی آسیا: د پکتیا ولایت د سید کرم په ولسوالۍ کې د دوو ښوونځیو او یوه کلنیک ودانۍ جوړي او دلړ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې  ګټي اخیستني ته وسپارل شوې.

د پکتیا ولایت ویاند روح الله سمون نن ټکی آسیا ته په یو را لیږل شوې خبرپاڼه کي وویل: ” دغه دوه ښوونځی چی د خنډ خیلو او کاریز په نوم یادیږی یو یی منځنۍ او بل لمړنۍ دی چی د ۹۶۰۰۰ امریکایی ډالرو په ارزښت د پوهنی وزارت د پرمختیایی بودجی نه د یو کال په ترڅ کی بشپړ شوی .

دغه دواړه ښوونځی په شپږ شپږ جریبه ځمکه کی په پاخه او اساسی ډول له ټولو اړینو ملحقاتو سره جوړ شوی چی په یو وخت کی دواړه ښوونځی د ۱۲۰۰ زده کوونکو د ځایدو وړتیا لری

بل خوا یو د څارویو کلنیک چی څه دپاسه ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ لګښت پری راغلی د ګرهنی وزارت لخوا جوړ شوی چی لګښت یی هم د اړوند وزارت له پرمختیایی بودجی ورکړل شوی پرانیستل شو.

هغه زیاته کړه چي دا پرنیستی هغه مهال کیږی چی د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د یو پلاوی په سر کی سید کرم ولسوالۍ ته سفر وکړ او دیادی ولسوالۍ د خلکو ستونزی یی له نږدی وکتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x