
د مهاجرینو د ستونزو په اړه اسلام اباد کې درې اړخیزه ناسته جوړیږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ د په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو په اړه په اسلام اباد کې درې اړخیزه ناسته جوړه شي.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ مطبوعاتي دفتر لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼې ویلي چې دغه ناسته به سبا د کب پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړه شي.
سرچېنې زیاته کړې چې په دغه ناسته کې به د مهاجرینو او بېرته ستنېدونکو وزارت وزیر، د هغه سیال عبدالقادر بلوچ او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي ګډون وکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د ناستې پایلې به په یوې ګډې خبري ناسته کې رسنیو ته اعلان کړي.
دغه درې اړخیزه ناسته په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې پاکستان د مهاجرینو نیول او ځورول د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي.
په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین وايي چې پولیس يې د ټولو قانوني اسنادو سربېره نسي، بډې ترې اخلي او هم یې بندیانوي.
د افغان مهاجرینو د نیولو په لړۍ کې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پولیسو څلور افغان ديپلوماتان هم ونیول چې د ټولو نړیوالو قوانینو مخالف دي.
افغان مهاجرین وايي چې په یوه هېواد کې افغان ديپلوماتان د پولیسو له ځورونې خوندي نه وي، د عام خلکو به څه حال وي.
درې ورځې وړاندې د افغانستان د مهاجرینو د چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی د مهاجرینو د ستونزو د هواري په موخه اسلام اباد ته ولاړ او د سبانۍ ناستې څخه وړاندې له پاکستاني چارواکو سره د کډوالو په ستونزو غږیدلی.
د ګډ حکومت پلاوي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر تېره ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې په یوه ناسته کې ګډون وکړ چې د مهاجرینو او سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوچ، د خیبرپښتونخوا ایالت والي، اعلی وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو هم په کې برخه اخېستې وه.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو د راجستر شویو او غیر راجستر افغان مهاجرینو د اوسېدو لپاره د یوې طرحې په جوړولو موافقه وشوه.
همدا راز دواړو لوریو په د یوې کمېټې په جوړولو هم موافقه وکړه چې د افغانستان سفارت او د خیبرپښتونخوا ایالت استازي به يې اعضا وي او د مهاجرینو ستونزو د هواري کوښښ به کوي.