ورزش

افغانستان سره تر سیالي وروسته؛ د نیوزیلنډ لوبډله د ناروغیو ښکار شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): په نړیوال جام کې کامیابې او بریالۍ لوبډلې نیوزیلینډ یو شمېر لوبغاړي د افغانستان سره تر سیالۍ وروسته ناروغان او ځېنې يې آن د «انجرۍ/ ټپي کېدنې» ښکار شوي دي.

نیوزیلینډ تر دې مهال په نړیوال جام کې ټولې سیالۍ ګټلي او د استرالیا په شمول ټولو وړو او غټو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې خو په وروستیو کې یې په لوبډلې ناروغیو ناروا یرغل کړی دی.

د نیوزیلینډ تيز بالر ایډم ملني د افغانستان سره تر سیالۍ کې اوږه ټپي شوې چې له کبله یې په توپ اچونه کې ورته ستونزه پیدا شوې.

د نیوزیلینډ روزونکي مایک هیسن منلې چې څو لوبغاړي د بېلابېلو ناروغیو ښکار دي خو جدي نه دي.

ایسوشیټډ پریس خبري اژانس وايي چې ښايي د بنګلادیش سره په سیالۍ کې د نیوزیلینډ په لوبډله کې تغییر راشي ځکه څو تنه لوبغاړي د نس په ناروغیو اخته شوي.

د یادونې و ده چې د یکشنې په ورځ نیوزیلینډ افغانستان ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه چې له کبله یې افغانستان د کوارټر فاینل ته له وتلو پاتې شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x