
د امريکا يرغل ولې اوږد شو؟ (۱)
لیکوال: لطف الله خيرخوا
کله چې سړی د امريکا روبايي رويې ويني او ورسره د امريکا دا بې تعهده ملګري له هاغو روسانو او ملتزمو کمونستانو سره پرتله کوي، سوال مطرح کيږي، چې دا جګړه ولې دومره اوږده شوه؟ نه امريکايان د ميدان خلک دي، نه يې بړيڅي کوم ارزښت ته ژوند بايلي، مګر روسانو او ورسره کمونستانو خو دا عقيده لرله؛ که درې برخې نړۍ له منځه لاړه شي او يوه برخه کمونستان شي او ژوند وکړي، ګويا چې مارکسي ارمان شو!!
همدا لامل و، چې روسانو د مخامخ ټټر وهلو زړه درلود او کمونستانو د سر ورکولو. تېر جهاد او اوسنی چې سره پرتلې ته وغورځول شي، داسې څه ډېر تر سترګو کيږي، چې په لوی لاس د اوسني يرغل دوام ته لار هواروي، مثلا :
د يرغل تجزيه:
موږ لومړۍ خطا دا وکړه، چې يرغل مو سره ووېشه. ملکي او نظامي، دولتي او نا دولتي، خارجي او داخلي. سطحي فکر سره هم دا جوتيږي، چې يرغل جزوي نه دی، بلکې شامل دی او شامل جهاد ته اړتيا ده. دوی يوه اداره له منځه يوړه او پر ځای يې بله اداره حاکمه کړه، نو د دې ادارې تشکيلات په احکامو کې ولې له يو بله فرق وکړي؟ دا اداره چې څنګه ټول تشکيلات سره تړي، همداسې يې حکم هم سره يو دی.
درځئ وګورو : د دې باطل نظام د پرمختګ او بقاء لپاره څوک وژل کوي، څوک ورته په ښوونه او روزنه کې خلک روزي، څوک ورته قوانين پلي کوي، څوک يې په تبليغ و ترويج ذهنيتونه خرابوي، څوک…زموږ يو ملګری يې ډېر ښه مثال وايي. وايي يوازې پر نظامي خلکو ګوزار کول دا معنا لري، لکه موټر ته چې يوازې يوه پايه پنچر کړې، خو سټپني او پنچرۍ سامان ورسره پرېږدې، لږ وروسته وينې، چې هماغه موټر بېرته کاريږي، ځکه چې ماشين يې هم روغ دی، نورې پرزې هم روغې دي.
رښتيا وايي، ټول د يوه نظام خدمت کوي او يو ډول اسلام سره جګړه کې بوخت دي. وروستی مثال يې د خره زامن(عامه محاوره ده لکه د ديموکراسۍ زامن، فلسفې زامن) او مدني فعالان درواخلئ. تاسې وګورئ، چې په څومره وېروونکې بڼه زموږ په تاريخ او ثقافت ملنډې وهي. «هېښ» فيلسوف يې وايي ما چې خر ولمانځه لکه ډيلی مې چې فتح کړ، لکه اصفهان مې چې فتح کړ!!
خبر ياست چې د خره بنده ګان د دې ملت په هوتکي او ابدالي تاريخ څه ډول ګوزار کوي؟ هغه دورې چې ټول امت ته يې د اسلام په خپرنيز تاريخ کې د يوه ځانګړي دعوتکار جهادي ملت په توګه وروپېژندو…هغه دورې چې د يوې افاقي روحيې او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ مو په کې د خپلو ګاونډيو پرګنو ننګه کړې وه…هغه دورې چې د اسلام پر ضد په جګړه ماره فضاء کې موږ د عثماني خلافت له مرحمته پرته د يوه مسلمان او ويښ ملت په توګه مخ پر وړاندې لاړو او نه يوازې دا چې ځان مو ښه وساته،بلکې ګاونډې پرګنې مو له پرديو وژغورلې او تکيه مو کړې…
وګورئ زموږ رزمي تاريخ تر خرتوبه ځاروي. خرتوب د فتوحاتو، غزواتو او سترو ګټو سره تله کې اچوي. دا بدبختي له موږ وړاندې الجزاير ته رسېدلې. ۲۰۰۷ کال و، چې يو ځای مې «فلسفة حميرية» عنوان باندې سترګې خښې شوې. فلسفة حميرية معنا د خرګرۍ فلسفه. “خر” فيلسوف د ځان د ازادۍ او رای ازادۍ پر بنسټ ويل : أنا حمار(زه خر يم). دې فيلسوف سره زموږ تر «حيران» فيلسوفه د خرتوب معنا بدله وه. هغه ويل چې زه له هر ډول عقلانيته ازاد انسان يم. يوسيډ مؤسسې ورته يو مېليون بنيانونه جوړ کړل. شا باندې يې لغتې حال کې د خره انځور و او پرې ليکل شوي وو : أنا حمار. دا بنيانونه به بيا ځوانانو اغوستي وو او تر خره بتر کارونه يې کول.
مدني فعالانو زموږ د حجاب پر ضدد افغانستان په زړه کابل کې په داسې ازادانه ډول لاريون وکړ، چې هيڅ تصور يې نه شوای کېدلی. ژورناليستان په يوه خوله او بيخي يو طرفه او بيخي پرکاره مصروف دي. همدې ډول تصرفاتو ته په کتو سړی يقيني شي، چې د يرغل تر سيوري لاندې هيڅوک له يرغله بهر نه دي او يو حکم ورته متوجه دی، د همدې حکم پر بنسټ بايد د شاملې دفاع او جهاد لار خپله شي، ګنې يرغل به همداسې د اوږدېدو حوصله پيدا کوي.
دا د قرآن کريم حکم هم دی. الله جل جلاله فرمايي : {وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً} دلته څوک وايي : ټول مسلمانان مشرکينو سره وجنګېږئ، لکه ټول کفار چې تاسې سره جنګېږي. څوک وايي : ټولو مشرکينو سره وجنګېږئ، لکه څنګه چې تاسې ټولو سره جنګېږي.
دوهمه ترجمه په دې خوندوره بريښي، چې د ايت سياق وسباق سره اړخ لګوي. ايتونو کې مخکې د اهل کتابو د کفر خبره کيږي او پر ضد يې د قتال امر شوی، دوهمه دا چې د جاهليت په يوه دود رد کوي، چې ګويا دوی به د مياشتو نومونه بدلول. محرم ته به يې د بلې مياشتې نوم کېښود، چې قتال په کې ځان ته روا کړي او دوهمې مياشتې ته به يې محرم نوم کېښود او حلاله مياشت کې به يې پر ځان جګړه حراموله، ځکه چې هغې ته به يې د محرم نوم ايښی و. دلته بيا د قتال امر تکرار شوی او وايي، چې دغه ټولو مشرکينو سره وجنګېږئ.
دې سياق کې درې ډوله خلک ياد شوي. لومړی هغه خلک چې د الله جل جلاله حلال، حلال نه ګڼي او حرام يې حرام نه ګڼي. دوهم هغه خلک چې خپل ملايان او پيران يې داسې په خدايۍ منلي، چې حِل او حُرمت يې د دوی په خوله ګاڼه. درېيم چې د الله جل جلاله مياشتې په خپله خوښه اړوي راړوي. معنا دا راوځي، چې د کفر پر ضد په تمامه معنا جګړه وکړئ، لکه څنګه چې د هغوی يرغل تمامي دی.
ګويا دا څرګنديږي، چې ټول محاربين دي. عسکري فعال سره قتال فرض دی او هغه چې الله جل جلاله سره په قانون سازۍ کې نور شريکان مني، قتال يې فرض دی او چې فرهنګي يرغل کوي، قتال يې فرض دی؛ ټول يو ډول حکم لري او بايد له منځه يوړل شي.
دا نن چې موږ ته نا دولتي مؤسساتو کوم زيان اړولی، هيڅ امريکايي او داخلي جنرال نه دی اړولی. سفارتکارو، چې کوم زيان اړولی، هيڅ نظامي دومره زيان نه دی اړولی،مګر دا خلک بيا پر مجاهدينو د مدنيانو او ملکيانو په نوم پرېښوول کيږي!!
تېر جهاد کې بنسټيزه ځانګړتيا دا وه، چې جبهې دوه وې : مسلمان او کافر. منځلاري په کې نه وو. د «الجهاد» مجلې يوه ګڼه کې د سياف مرکه ده. يو ځای ترې ژورناليست پوښتي، چې ظاهرشاه ولې نه منې؟ هغه خو بې طرفه سړی دی؟ دی ورته وايي : نن چې هر څوک بې طرفه دی، د کفر صف کې دی{فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ}. ځکه چې څوک مسلمانانو سره نه ودريږي، هغه کفر سره حساب دی.
هغه وخت مسلمانانو ټولو کفارو سره په يوه شامله بڼه مقاطعه کړې وه. ډېر تت رنګ کې کفر هم چا نه شو منلی، پايله دا شوه، چې کفر مات شو. اوس هم داسې ده، چې ستونزې ته شامل حَل ونه لټول شي، جزوي حل هيڅ نتيجه نه ورکوي. شامل يرغل دی، شامله دفاع غواړي.
نور بيا…
زما عزتمنده وروره خیرخواه صاحب تاسو د پخواني کوم جهاد! یادونه ؟ تیرجهاد چې د څوتنو مخلصو مجاهدینو په زیار پيل او د همدغو څو تنو په سپیڅلو وینو یې چمن خړوب کړل شو، لیکن په پای کې بلاخره بیا د ټولې له کفارو سره مو لاس په لاس کې ورکړی او هغه مخلص کسان مو له منځه ترور کړل. نه خو د نړۍ له کفارو سره یو اړخیزه پریکون، او نه هم یوه ترخه خبره وه، بلکې ستاسو لکه چې هغه د راشن(افغان مهاجرینو سره د ملګرو ملتونو غذایې کومک) په کتارونو کې د افغان جهاد د قومندانانو ټيل… نور لوستل »
خكلي تحليل دي شروع كري خير خواه صيب… موفق اوسي…
ستا شامله دفاع روانه ده ، تاسې هر چیرې دخپلې وسې مطابق دپښتون ولس وینې تویې کړې ، پنجاب یې په مقابل کې دال او پاستي درکړل ، خو لله الحمد نور مو څوک په ### پورې هم نه خاندي ، نور درنه په ټول ولس کې دانزجار توده څپه مخ په زیاتیدو ده او ډیر ژر به مو خیرنې ږیرې ، غلامانه څیرې او خشن برخوردونه دابدي مرګ دلیل وي . تاسې له منځه تللي یاست .
نن ټکی اسیا !!!!!!!!!!!!!!!!!
اوس به ووینم چې تاسې څرنګه یوه ازاده ویب پاڼه یاست ، زما له تبصرې سره څه کوی !
په قلم دې برکت شه، د دې لړۍ نورو برخو ته انتظار يو، دا چې جاهل وګړي په دغو سپينو کرښو نه پوهېږي، د هغوی کمی دی، خوښ اوسې!
ذبیح الله خانه آیا دا کوم کسان چی د خرو لمانځنه کوی دی نران خو د زنانه و چادری اغوندی او ښځی دی ته تشویقوی چی چادری وغورځوی او بربنډی بازار ته را ووځی دا ښه کار کوی او چاره یی باید ونه سنجول شی پښتونولی همدی ته وایی چی د پښتنو او په مجموع کی دټولو افغانانو په هیواد کی دی ځینی پروژی کسان د کفارو په اشاره د مدنی ټولنو تر چتر لاندی بی حیایی او فحشا ته لمن وهی په اسلام،دین او افغانی فرهنګ دی ملنډی وهی او موخه یی همدا وی چی له افغانی ټولنی داسلام،… نور لوستل »
سلامونه او نېکې هیلي
لیکنه مو دومره په شوق ګورم لکه د حمزه بابا غزل، ستاسو فکر ته په دوه لاسه سلام. تاند او بریالي اوسې.
پتيالی مجاهد صاحب! نننی جهاد خو ريښتيا هم سپېحلی دی خو فرق يې له پروني سره دادی چې که پروني مجاهد به د کمونستانو په خلاف جهاد کاوه نو ملا به يې هم ورته اطمينان ورکاوه چې کمونستان کافر دي ډاډه يې وله، خو د نن مجاهد ته يې ملا خدای خبر چې د(چا) په خاطر لدې ډډه کوي چې ووايي چې ديموکراتان هم کافر دي ډاډه يې وله. بلکه ورته وايي (په کفر او اسلام يې سر مه کرځوه مازې ټک پر کوه) چې دې کار د سنګرونو ډېرو شازلميانو ته د کفر او اسلام پدې ښکاره نړيوالې جګړې… نور لوستل »
خیر خواه خانه وروره ملی پوهاوی ته او د بین المللی متجاوزینو گوشمالی ته د تیرو لاسپوسو نظامونو مشهورو ارازیلو ته د بخنی او عفوی معنی د قصاص له اصله مترادف عمل دی ، مشرک الاصله او کافر الاصله د غدار مسلمان سره توپیر لری ، اسلامی تاریخ ته چی وگورو بدبختی مو د منافق له لاسه شوی ده ، تر سو مو دمنافقینو د دین او وطن د سلاطینو او امیرانو د عبدالرحمان خان د دوران سخه راپه دیخوا ته د تحقیق دوسیه مو علنی وازه کری نه وی او د میدیا په زریعی سره مو د ملی پوهاوی… نور لوستل »