افغانستان

کابل: د ولسي جرګې وکیل په خپل مرمۍ ضد موټر یو ټکسي چلوونکی وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): پلازمېنه کابل کې د ولسي جرګې یو وکیل په خپل مرمۍ ضد موټر یو ټکسي چلوونکی وژلی دی.

نن ټکی اسیا ته را رسیدلي راپورونه وايي چې دغه پېښه نن /سه شنبه، کب ۱۹مه/ د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې په ولسي جرګه کې د کاپېسا د خلکو استازی اقبال صافی کوهستاني کاروان له سیمې تېریده.

راپور زیاتوي چې اقبال صافي په دهمزنګ کې خپل د مرمۍ ضد موټر په هغه ټکسي موټر وروخېژاوه چې د لوګر څخه کابل ته د ټکسي چلوولو لپاره راته.10996802_10203688651329105_7582513214145254208_n

د خبر له مخې د ټکسي او د ولسي جرګې د وکیل مرمۍ ضد موټر په ټکر کې د نوموړي ۲ ساتونکي سرسري خو ټکسي چلونکی مرګونی ټپي شو. عیني شاهدان وايي چې د نوموړي ساتونکي سرسري ټپیان و، ډیر ژر د وزیر اکبرخان روغتون ته ولېږدول شول خو ټکسي چلوونکی چې ژور ټپي و په تش میدان پاتې شو.

یاد ټکسي چلوونکی چې ویل کیږي د ۷ بچیو پلار دی وروسته د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینو د علي اباد روغتون ته رسولی خو د سختو ټپونو له کبله یې په روغتون کې ساه ورکړې.

اقبال صافي تر دې دمه د یادې پېښې په تړاو څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x