افغانستان

کابل ته بېړنۍ برېښنا ورسېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): له دوو اونيو راهيسې د واورو ښوېدو له امله د پلازمېنې کابل برېښنا پرچاو وه او نن ماذديګر کابل ښار ته بېړنۍ برېښنا ورسول شوه.

د پلازمېنې برېښنا له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو راځي او د روان کب په څلورمه د سختو واورو او ورښتونو له امله د برېښنا ستنې د بغلان ولايت سالنګ سيمه پرېوتي، چې له امله يې برېښنا پرچاو شوې ده.

د برېښنا شرکت رييس ميرويس عالمي نن ماذديګر ناوخته کابل کې رسنيو ته وويل، چې د برېښنا شرکت تخنيکې همکاران نن ناوخته وتوانېدل، چې کابل ته اتيا ميګا واټه بېړنۍ برېښنا ورسوي.

د عالمي په وينا دغه اتيا ميګا واټه برېښنا د سروبي او نغلو برېښنا سره په ګډه د کابل ښاريانو ته په نوبتي توګه برېښنا ورکولای شي.

«د سروبي او نغلو بند ۱۷۰ ميګا واټه برېښنا کابل ته ورکوي او اتيا ميګاواټه د تاجکستان برېښنا، چې ټوله ۲۵۰ ميګاواټه کيږي، د کابل د ښاريانو پنځوس سلنه اړتياوې پوره کوي او کابل ته له څلور سوه ميګاواټه زياته برېښنا په کار ده.»

ميرويس عالمي زياته کړه، که هوا همداسې وي، نو په راتلونکو درې اونيو کې به د کابل برېښنا په مکمله توګه ورغول شي.

د برېښنا شرکت په وينا د واورو ښوېدو له امله د برېښنا درې ستنې په مکمله توګه او شپږ نورې جزوي توګه له منځه تللي دي او د دوو اونيو په تېرېدو لا هم د برېښنا شرکت نه دی توانېدلی، چې کابل ته برېښنا ورسوي او د کابل خلک د برېښنا پر شرکت نيوکې کوي، چې د اداري کمزورۍ او فساد له امله د برېښنا په بيا رغولو کې سستي کوي او ځينې يې لا دا هم وايي، چې د کورنيو او بهرنيو عسکرو له هوايي ځواکه په ګټه اخيستو بايد د کابل ښاريانو ته ژر تر ژره برېښنا ورسول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x