افغانستان

لوګرولایت: اوه کسه پاکستانی کارکونکي وتښتول شول

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۰۱) پول عالم: دلوګر ولایت مقام له لوري په یوه خپاره شوي راپورکی ویل شوی چی اوه کسه پاکستاني کارکونکی دلوګرولایت مرکز پول عالم ته څیرمه نامالومووسلوالو تښتولي دي.

خبرکی راغلي چی تښتول شوی کارکونکي چی دیوه روغتونو دجوړولو کاریی په غاړه اخیستي وو، دکار له ساحي څخه دخپلو هستوګنځیو په لور یوه مني موټرکی روان وو چی دنامالومو وسلوالو له لوري موټرچلونکي دټوپک په زور له موټر څخه کوز کړل شوی او کارکونکي نامالوم لوری ته بیول شوی دي.

دلوګرولایت دپولیسو مشر له خبری رسنیو سره دخبرو پروخت ویلي چی دپاکستاني کارکونکو دموندلو هڅي موپیل کړی دي، ولی تراوسه پوری کومي پایلي ته نه یو رسیدلي او نه هم چا دتښتول شویو پاکستانیانو دتښتوني پړه په غاړه اخیستي دي، نوموړي وړاندی وویل کیدای شي دغه پاکستاني کارکونکي دتاوان غوښتولو لپاره تښتول شوی وي، تښتول شویو پاکستاني کارکونکو کی انجینیران هم شامل دي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x