نظــر

د اسلامي دولت ډلې ته په افغانستان کې فرصتونه او خنډونه

لیکوال : فایز وردک /

له کله نه چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د اسلامي خلافت اعلان کړی په افغانستان کي د دې ډلې د موجودیت انګازې ورځ په ورځ ډیریږي ، که څه هم تر اوسه د دې ډلې کوم ښکاره فعالیت په افغانستان کې نه دی لیدل شوی مګر بیا هم ځېنې پېښې دا جوتوي چې د اسلامي دولت ډله کوښښ کوې چې افغانستان ته هم د خپل خلافت ځانګې را وغځوي او ویل کیږي چې ځينې  افغاني کړی او شخصیتونه شته چې د دي ډلې سره  یي د بیعت اعلان کړی چې ځیني يي په لاندې ډول دي:
لومړی : ښاغلی عبد الرحیم مسلم دوست چې د ننګرهار ولایت دی او د ګوانتنامو په کرکجن زندان کي یي څو کلونه تیر کړي او وروسته يي د دي په هکله یو کتاب هم لیکلی او په جهادي سلفیانو کې یو مطرح شخصیت دی او په افغانستان او پاکستان کې لومړنی شخص دی چې د اسلامی دولت له خلیفه سره یي خپل بیعت اعلان کړ .
دوهم : ښاغلی عبد الرؤوف خادم د هلمند ولایت اوسیدونکی او د افغانستان د اسلامي امارت د نظامي کمیسون غړی چې په وروستیو کې د اسلامي دولت د ویاند ابو محمد العدناني له پلوه د خراسان د ولایت لپاره د والي حافظ سعید نائب وټاکل شو  ، او ویل کیږي چې د ګوانتنامو د زندان په وخت کې له خپلو عربي سلفي ملګرو څخه متأثر شوی وو ، که څه هم ښاغلي خادم چې اوس شهید شوی دی په خپله د اسلامي دولت سره د بیعت کولو اعلان نه ؤ کړی مګر  هغه دا اوازې  رد کړي هم نه وي خاصتا کله چې د اسلامي دولت له پلوه د خراسان د والي د نائب په توګه وټاکل شو ، که څه هم ښاغلی خادم اوس خپله فزیکي موجودیت نه لري مګر دده هم فکره ملګري به خوا مخواه دده دلارې تعقیبولو ته به ځانونه ژمن بولي.
دریم : په افغانستان کې د اسلامي امارت ځیني نور هغه افراد چې د پاکستانې طالبانو د تحریک پخواني ویاند ورته په هغه ویډیو کې  اشاره وکړه چي په هغې کې د اسلامي دولت سره د بیعت کولو مراسم ترسره شوي وو.

پورته ‌ذکر شوي شواهد مونږ ته دا په ډاګه کوي چې د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې موجوده ده او لا لګیا ده کوښښ کوي چې د مقاومت په لیکو کي درځ راولي او په دې توګه خپل موجودیت ثابت کړي او د جهاد او یوه سوچه اسلامي نظامته په راوستلو کې له طالبانو څخه ځان ژمن وښایي .

مګر سوال دا دی چې آیا په رښتیا هم د اسلامي دولت ډله دا امکانات او فرصتونه لري چې په افغانستان کې د مقاومت په لیکو کي په دومره اندازه درځ راولي چې د افغانستان اسلامي امارت ګوښې ته کړي ، او  د یوې مطرحې ډلې په حیث ځان څرګند کړي ؟ او کوم خنډونه دي چې د دوی د پر مختګ او پراخوالي مخه نیسي ؟ او تاثیر به یی په سیمه او هیواد کې څه وي ؟ دا هغه سوالونه دي چې کوښښ شوی چې په لاندي ټکو کې ورته ځواب وویل شي او د لیکوالانو او شننکو لپاره بلنه ده چې  له مونږ سره ورته په ځواب ویلو کې شریک شي .

لومړی به په هغه عواملو باندي وغږیږو چې د اسلامي دولت ډلې ته دا چانس او فرصت ورکوي چې تر څو  ورڅخه د  خپلو پښو محکمولو لپاره استفاده وکړي:

لومړی :د اسلامي خلافت د اعاده کولو داعیه:

ټول اسلامي تنظیمونه او خاصتاٌ جهادي ډلې د اسلامي خلافت د بیرته اعاده کولوته ځانونه ژمن بولي او د اسلامي خلافت بیا اعاده کول په مسلمانانو باندي فرض ګڼي د اخوان المسلمین  او حزب التحریر څخه نیولي بیا تر  اسلامي دولت پوري دا ټول تنظیمونه او ډلې ځانونه د  اسلامي خلافت اعاده کول له خپلو مهمو دندو څخه شمیري او که د اخوان المسلمین او حزب التحریر  د ډلو د راپیداکیدلو  تاریخی لاملونه ته په دقیقه توګه وګورو نو وبه مومو چې دا ډلې د عثماني خلافت د را پرځیدلو څخه وروسته را پیدا شولې .

که څه هم دا ډلې په خپل مینځ کې د اسلامي خلافت د بیا اعاده کولو  د وسائلو په سر ژور اختلافونه لري، او د افغانستان اسلامي امارت لومړنی نظام ؤ چې د بیعت له لارې د زرګونو علماوو له خوا ملا محمد عمر اخند د امیر المؤمنین په حیث ومنل شو لو او ور سره په اسلامي نړۍ کې د مختلفو جهادي ډلو له خوا بیعت هم وشولو، مګر لا تر اوسه پورې د اسلامي امارت له کړنو او ځرګندونو څخه داسی معلومیږي چې د ځينو معقولو عواملو له امله د خپل امارت ساحه د افغانستان تر حدودو  پوري محدوده ساتل غواړي ، خو د اسلامي دولت ډله یوازېنۍ ډله ده چې عملا يي د اسلامي خلافت اعلان وکړو او  د نړۍ مسلمانان يي د خپل خلیفه بیعت ته را وبلل.

چې دي کار د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ډیری مسلمان ځوانان دیته وهڅول تر ځو د اسلامی دولت لیکو ته ورودانګي او لکه څرنګه چې افغانستان هم د اسلامي نړۍ یوه ټوټه ده نو  لرې به نه وې چې دلته یي هم ځينې وینې څپانده ځوانان د بیعت داعیې ته لبیک ووايي.

دوهم : سلفیت او حنفیت :

لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده چې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحریک د هغه دیني زده کوونکو څخه تشکیل شوی تحریک دی چې أکثره يي دیوبند مسلکه حنفي م‍ذهبه دي چې ځانونه د حنفي مذهب په تقلید باندي مکلف بولي ، او  په عقایدو کې د امام ماتریدي په لار روان دي  چې د عقیدې په ځینو مواردو کې دسلفي مسلکه علما‌ء سره اختلاف لري، او له دي کبله یي ځیني سلفیان په بدعتي ډلو کې شماري ، او  د اسلامي دولت ډله چې ځان  د معین مذهب په تقلید مکلفه نه بولي او په عقایدو کې د ماتریدي د هم مسلکو سره ځانونه په ټکر کې بولي .

نو له دې کبله کیدای شي چې ځیني هغه افراد چې ځانونه سلفیان بولي ، او تر اوسه د اسلامي امارت تر قیادت لاندي په جهاد بوخت دي دا بهتره وبولي چې د خپلو هم مسلکو  ملګرو سره ځانونه یو ځای کړي.

دریم : بهرني جنګیالي :

د افغانستان د اسلامي امارت په لیکو کې که څه هم بهرني جنګيالي د طالبانو د تحریک له پیل څخه  وجود لرلو او په جنګي دندو کې يي ونډه لرله خو دا په دې معنی نه وه چې دوی څه وغواړي هغه به کوي بلکه دا ټول بهرني جنګیالي افراد د تحریک او وروسته د امارت تر قومانده لاندي خپلي جهادي دندې تر سره کولي ، او هیڅکله هم  د تصمیم نیولو کومه اداري او ملکي دندې بهرنیو وګړو ته نه دي سپارل شوي ، او نه  دغه بهرني جنګیالیو دا هڅه کړې چې په خپله خوښه داسې اقدام وکړي چې هغه د امارت د مشرتابه له اوامرو څخه سرغړونه وبلل شي . او یوازینۍ او اخرنۍ سرغړونه يي د نیویارک پيښه وه چې هم دوی ته او هم اسلامي امارت ته په ډیر لوی زیان تمامه شول.

او همدارنګه اسلامي امارت لا تر اوسه پورې دنورو هیوادونو  مسلمانو اتباعو څخه افغانستان ته د راتلو  بلنه نه ده کړي بلکې همیشه  يي  په خپلو  ځرګندونو کې دا ویلي چې د جنګیالیو په ځاي مالي مرستو ته اړتیا ده.

مګر د اسلامي دولت ډله د ابتداء څخه تر اوسه پورې په بهرنیو اتباعو باندي ولاړه ده ، او  خپله بنسټ ایښودونکی يي ابو مصعب الزرقاوي هم یو بهرنی تبعه وو چې په عراق کي یي د جماعت التوحید والجهاد ډلې بنسټ کيښودو،  او لا تر اوسه پوري غیر عراقي او سوریايي عناصر په کې کلیدي رول لوبوي،او لګیا دي د نړی له مسلمانانو څخه غواړي چې د اسلامي خلافت تر ولکې لاندي خاورې ته هجرت وکړي.

او همدارنګه اسلامي امارت له پیل څخه تر ننه پوري کوښښ کړی چې ځان د یو بامسؤولیته دولت په حیث ځرګند کړي او وخت په وخت یي په خپلو  بیانیو کې دا په ډاګه کړي چې دوی هيڅ کله نه غواړي چې د ګاونډیو هیوادونو په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي،بلکي غواړي چې له ټولو سره د متقابل احترام په اساس اړیکې ټینګې کړي ، مګر بالعکس اسلامي دولت له پیل څخه د ټولو اسلامي هیوادونو  رژیمونه طاغوتي او کفري رژیمونه بللي او د  نسکورولو هوکړه يي کړي ده.

د اسلامي امارت او اسلامي دولت تر مینځ  د بهرنیو اتباعو د دریځ په هکله پورته ذکر شویو توپیرونو ته په کتو سره ویلی شو چې اکثره بهرني وګړي چې غواړي په افغانستان کې جهاد ته ادامه ورکړي د اسلامي دولت لیکو ته به ورځي ، او که د اسلامي دولت اوسني ترکیب ته وکسو  چې د منځنۍ اسیا اتباع په کې مهم رول لري او د افغانستان شمالي سرحدونه د دي هیوادونه سره مشترکه اوږده پوله لري او غواړي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو اتباع له اوسنيو دیکتاتوري رژیمونو څخه خلاص کړي نو ددې هیوادونو جهادپال ځوانان به دا غوره وبولي چې دلته د اسلامي دولت په لیکو کې د افغانستان څخه د خپلو هیوادونو په ضد خيلې مبارزې ته ادامه  ورکړي.

څلورم : په افغانستان کې قومي جوړښتونه :

د طالبانو اسلامي تحریک که  څه هم د افغانستان د دیني زده کوونکو څخه تشکیل شوی تحریک دی چې له هر قوم او سیمه څخه دینې زده کوونکو  ورسره خپل ملاتړ اعلان کړی ، او د امارت او یا د مقاومت په دوران کي ټولو تر خپلې وسې پوري  خپل دیني مسؤولیتونه اداء کړي دي .

او مشرتابه یي هم تر خپلې وسې پوري کوښښ کړی چې خپل تحریک یو افغان شموله تحریک وښايي مګر له دي حقیقت نه هم سترګې پټول نه دي په کار  چې د طالبانو اکثریت له پښتنو څخه تشکیل شوی دی  او  امریکایانو ته سخت او نه هیرودونکي ګوزارونه په همدي سیمو کي ورکړل شوي دي ، اواسلامي امارت لا تر اوسه په دی سیمو کي ډیرې سیمې تر خپل کنټرول لاندي لري او پراخ ولسي ملاتړ ورسره دی .

مګر بر عکس د افغانستان په شمال کې که څه هم د اسلامي امارت په فعالیتونو  او نفوذ باندي سترګې نشي پټیدلای خو بیا یې هم د فعالیت ساحه هلته په نسبي توګه  محدوده ده او هغه نفوذ چې په پښتون میشتو سیمو کې لري هلته يي نه لري چې لامل يي قومي جوړښتونه دي چې هلته غیر پښټون ولسونه اکثریت تشکیلوي چې ځیني لاملونه يي په لاندي ډول دي :

1-    د طالبانو د واکمنۍ په مهال له طالبانو څخه ځينې  فردي اشتباهات پیښیدل او بیا له همدي فردي اشتباهاتو  څخه د مخالف لوري اعظمي ګټه اخیستل هغه داسي چې دوی تر خپل کنټرول لاندې سیمو غیر پښتنو اوسیدونکو ته دا فردي اشتباهات د طالبانو د پښتني تعصب د بیلګې په ډول وړاندي کړل.

2-    د شمالي ټلوالې په چوکاټ کې ځیني را ټول شوي افراد او ډلې اصلا د قومیت په اساس جوړې شوي وي او په افغانستان کې یي د طالبانو سره مخالفت په قومي او  نژادي  اساس ولاړ وو ، چې همدې ډلو او افرادو وکولی شول چې په شمالي ټلواله کي مهم رول ولوبوي ، او  د خپلو هم نژادو افغانانو په مینځ کې د تعصب اور ته نوره هم لمن ووهي.

3-    دریمه ډله هغه کسان ؤ چې د روس په مقابل کې د جهاد په پیل کې د اسلام ارزښتنو ته ژمن خلک ؤ او غوښتل يي چې په افغانستان یو اسلامي نظام قایم شي مګر د  افغانستان داخلي جګړو او بیا وروسته د طالبانو جنګونو ورو ورو د تعصب په دام کې وا چول ، ځکه چې دې افرادو نشوی کولی چې خپلو ملیتونو ته د دوی سره د ملاتړ کولو لپاره د اسلام له ادرسه بلنه ورکړي نو له دي کبله دوی مجبور ؤ چې په خپلو ملیتونو کې د قومپالنې انګیږې را ژوندۍ کړي تر څو وکولی شي د طالبانو او مخالف لوریو سره مقاومت وکړلای شي .

4-    څلورمه ډله يي هغه ډله ده چې اسلام او اسلامپالنې ته ژمن کسان دي او په جهاد باندي عقیده لري مګر د طالبانو سره د اختلاف نظر  له کبله ونشوی کولای چې د امریکایی یرغل په وړاندي د طالبانو تر قیادت لاندي جهاد وکړي او په یوازېتوګه يي دومره امکانات نه لرل چې جهاد وکړي ، نو کیدای شی چې ځینې دا کسان د اسلامي دولت له ډلې سره یو ځای شي .

5-    هغه کسان چې امکان لري د اسلامي دولت له ډلې سره به یو ځای شي د هغه کورنیو  ځوان غړي دي چې د نولسمې پیړۍ په پیل کې د روسانو د یرغل او ظلمونو  په نتیجه کې وکولی شول افغانستان ته راواوړي او  وروسته بیا همدلته پاتي شولې، نو کیدای شي چې  ددې کورنیو ځیني  ځوانان له دې امله د اسلامي دولت له ډلې سره یو ځای شي ، چې تر څو وکولی شې خپل اصلي هیوادونه بیرته د روسانو له نفوذه وباسي  او د آسیا په منخنۍ هیوادونو کې مستبد حکومتونه ړنګ کړي  اوبیرته یي له اسلامي نړۍ سره اړیکې د پخوا په شان ټینګې کړي.

پنځم : د پاکستان او کابل د حکومتونو دریځ :

د کابل حکومت  او ورسره بین المللي ائتلافچې په دا څوارلسو کالو کې ونه شوی کولی چې  اسلامي امارت له مینڅه یوسي او یا يي تر هغې اندازې پورې ضعیف کړي چې تر څو يي د خپلې خوښې شرطونو  په قبلولو سره مذاکراتو اوسولې ته مجبور کړي ، مګر بالعکس اسلامي امارت په نظامي ډګر کي له بدخشان نه نیولې بیا تر خوست او پکتیا پورې او د نیمروز نه نیولې تر فاریاب او بادغیسه پوري ټولې ساحې د جنګ ډګر  وګرځولې .

او په سیاسي ډګر کي یی په رسمي توګه نمائنده ګان د قطر د سیاسي دفتر له عنوانه د مختلفو هیوادونو له حکومتونو سره پټې او ښکاره لیدني کوي او امریکا هم په آخر کې دیته مجبوره شوله چې دا اعلان وکړي چې طالبان پس له دیڅخه د دوی دښمنان نه دي او د دوی مشران به نه په نښه کوي.

پورتنیو عواملو ته په کتو سره ویلی شو چې د کابل حکومت به کوښښ وکړي چې اقلا په اوسنیو حالاتو کې د اسلامي دولت د ډلې مخه ونه نیسي چې په ديکې به دوی دوې ګټې ویني :

لومړۍ ګټه به یی داوي چې وبه کولی شې د اسلامي دولت په راتلو سره به طالبان تضعیف شي او  جنګي قوه به یي سره وویشل شي او په دي توګه به وکولی شي خپلو موخو ته ورسیږي.

دوهمه ګته به یي داوي لکه څرنګه چې د کابل حکومت ته د افغانستان په اشغال کې شریک هیوادونو خپلې مرستې یا خو درولې او یا يې کمې کړې دي نو د اسلامي دولت په راتلو سره به یو ځل بیا په دوی د مرستو باران وشي او د ځینو مفسدو عناصرو چې جیبونه يې په خالیکیدو دې بیرته ډک شي.

او همدارنګه د پاکستان له کړنو څخه هم داسي معلومیږي چې نور په دې پوه شوی چې  د جګړې اور اوس د دوی خاورې ته اوږد شوی دی او لګیا دي دوی هم په کې سوځیږي او د افغانستان طالبان هم هغه خلک نه دي چې د دوی هرې خبرې ته سرټیټ کړي او یا له دوی څخه د خپلو پاکستاني طالبانو په ځپلو او یا په ځای کینولو کې ورڅخه استفاده وکړي.

او  لکه ځرنګه چې ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک د پاکستان په عوامو او خاصتا پښتون میشتو سیمو کې پراخه ملاتړ لري نو له دي کبله پاکستان نشي کولی چې خپل اولس ته د افغاني طالبانو له ملاتړ څخه  د نه ملاتړ کولو لپاره قناعت کوونکې ځوابونه وړاندي کړي مګر د اسلامي دولت په ضد  جګړه کول او یا د کابل حکومت سره په مشترکه د دې ډلې په ځپلو کې د پاکستانی ولس ملاتړ  په اسانه توګه تر لاسه کولی شي.

شپږم : د غربي هیوادونو رول :

لکه ځرنګه چې ټولو ته معلومه ده چې د منخنۍ اسیا هیوادونه چې په نویمو کلونو کې يې له شوروي اتحاد څخه ازادې تر لاسه کړله او  د روسيې دولت چې د شوروي اتحاد ځای ناستی بلل کیږي لا تر اوسه پوري په دي هیوادونو کې پراخه نفوذ لري او د استراتیجې موقعیت له پلوه روس ته خورا اهمیت لري ، او  په هیڅ قیمت روس دیته تیار نه دی چې په دې منطقه کې خپل نفوذ له لاسه ورکړي.

نو لري به نه وي چې د غربي او امریکا هیوادونو استخباراتې کړۍ په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې ته د ودې زمینه برابره کړي چې تر څو  د روس لپاره پّه منځنۍ آسیا کې ستونزي وځیږوي چې په دي کې به يي څو ګتې وي :

1-     د اوکراین په شخړه کي به په روس  باندی فشار واچوي  تر څو د حل په یوه داسي لار راضي شي چې د غربي نړۍ په ګټه تمام شي.

2-    لکه څرنګه چې د منځنۍ آسیا هیوادونه ډیرې طبیعې زیرمې لري نو په دي هیوادونو کې به د شخړو په پیدا کولو کې وکولی شې چې د دې هیوادونو له دې طبیعي زیرمو څخه په آسانه توګه ګټه پورته کړي.

3-     او همدارنګه غربي نړۍ کولی شي چې د چين هیواد ته هم د افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو له لارې چې له چین سره اوږد سرحد لري ستونزې پیدا کړي چې تر څو وکولی شي د چین د تیز اقتصادي اړ نظامي پر مختګ مخه ونیسي ، او له بل پلوه به په دي  هیوادونو کې د خپلو نظامي اډو په ایجادولو سره  د چین هیواد تر دایمي تهدید لاندي راولي.

4-      امریکا چې تر څو وکولۍ شي  خپلو دایمي اډو او نظامي شتون ته توجیه ورکړي او خپل ولس ته دا قناعت ورکړي چې لا تر اوسه هم په افغانستان او سیمه کې ترورستې ډلې وجود لري چې د امریکا منافع تهدیدوي نو  په افغانستان کي یوې داسې ډلې ته ضرورت لري چې په اسانه توګه وکولی شي خپل ولس ته پري قناعت ورکړي چې د امریکا نظامي شتون په سیمه او افغانستان کې یوه اړتیا ده .

مګر بیا هم دا ټول فرصتونه چې په پورته کرښو کې ورته اشاره وشوه په دې معنی نه  ده چې د اسلامی دولت ډله به په اسانه توګه افغانستان کې خپله داعیه خپره کړي بلکی مونږ دا ویلی شو چې افغانستان به دوی ته د نورو هیوادونو په پرتله تر ټولو سخت پریوزي چې مونږ به ددې خبرې د ثبوت لپاره لاندي ټکو ته اشاره وکړو.

لومړی : د افغانستان تاریخ او  د ولس طبیعیت:

که مونږ د افغانستان اوسني او مخکيني تاریخ ته ځیر شو نه دا په ډاګه ویلی شو چې افغانان هیڅ کله د پردیو واکمنې نه خوښوي ولو که په هر ډول وي حتی تاریخ دا وايي چې د افغانانو خاوره اسلامي لښکرو په زور او غلبه نه ده فتح کړي ، بلکي د اسلامي لښکرو له خوا به چې هر کله سیمه ونیول شوه نو وروسته به ډیر زر افغانانو د دوی په مقابل کې پاځون کولو تر څو چې دوی اسلام په خپله خوښه قبول کړلو چې بیا یي په ډير لنډ وخت کې د اسلام په خپرولو کې مهم رول ولوبولو او د عباسيانو د خلافت د دورې نه نيولې بیا د احمد شاه بابا تر دورې پوري د نړۍ له قوي ملکونو څخه وو مګر  افغانانو له دومره قوت سره یی بیا هم د اسلامی خلافت به مقابل کې داسې عمل نه دی کړی چې د خلافت د کمزوري کیدو لامل شي او علی العکس همیشه یي ځان د مسلمانانو د خلیفه تابع کڼلی که څه  هم خپل نسبي استقلال یي هر وخت ساتلی .

او د افغانانو ازادې غوښتونکي طبیعت ته په کتو سره په ډاډه توګه ویلی شو چې د اسلامي دولت ډله به په افغانانو کې له بل هر  هیواد څخه کم رشد وکړي ، او هغه مجاهدین چې نن د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې خپلې جهادي مبارزې ته دوام ورکوې دیته به تیار نه شي چې د خپل امارت صفونه پریږدي او د اسلامي دولت لیکو ته ورشي.

او ددې حساسیتونو په درک کولو سره د شوروي په مقابل کي د نورو هیوادونو څخه راغلیو مجاهدینو هر وخت کوښښ کولو  چې د افغانانو سره د همکارانو په توګه ژوند وکړي ، او کله کله که کوم یوه ددې څخه سرغړونه کړې د افغانانو له سخت دریځ سره مخ شوی دی.

دوهم : د اسلامي امارت د مشرتابه موجودیت :

که څه هم د طالبانو د اسلامي تحریک او وروسته د اسلامي امارت له پیل څخه نړیوالو استخباراتي کړیو کوښښ کړی او لا لګیا دي کوښښ کوي چې د اسلامي امارت په لیکو کې درځ راولي خو لا تر اوسه دوی په خپلو شومو هدفونو کي نه دي کامیاب شوي دا ځکه چې د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ د یوې ایډیالوجۍ په اساس ایښودل شوی دی او هیڅکله د معینو اشخاصو موجودیت او عدم موجودیت په تحریک باندې اغیز نشي اچولی مګر سره له دې مشر ملا صاحب محمد عمر هغه شخصیت دی چې د تحریک ټول غړي د اختلاف نظر په وخت کې هغه خپل مرجع بولي او هیڅوک یي د مخالفت جرات په ځان کې نه ویني .
نو له دې کبله ویلی شو چې ترڅو  ښآغلی ملا محمد عمر مجاهد حیات وي په اسلامي امارت کې د انشعاب پیدا کیدلو خبره لرې ده او که څوک هم پیدا شي نو هغه به دده شخصي عمل وي او تحریک باندې به یي کوم اغیز نه پریوزي.

دریم : اسلامي دولت په رسنیزه کچه :

د طالبانو د اسلامي تحریک د پیدا کیدلو اوضاع د اسلامي دولت د ډلې د پیدا کیدلو سره که پرتله کړو نو توپیر یې دادي چې د طالبانو د اسلامي تحریک پیدا کیدل په افغانستان کې یو ناګهانې حرکت وو چې د افغانستان اکثره خلکو ورته د موجوده وضعې د لري کولو لپاره لبیک وویلو  چې تر ډیره حده پوري يي د افغانستان ولس به هغه وخت کي له ببدبختیو څخه وژغورو مګر د اسلامي دولت د ډلې راڅرګندیدل په افغانستان که د جنګ او بدبختیو ادامه او اوږدیدلو په معنی ده چې دا به د اسلامي دولت د ډلې د پراختیا مخه ونیسي.

او له بل پلوه که څه هم  د اسلامي دولت ډله یوه اسلامي جهادي ډله ده مګر د نورو اسلامي ډلو په مقابل کې سخت دریزه موقف لرل او په نړیوالو او محلي رسنیو کې یي د یوې  افراطي او سخت دریزې ډلې په حیث معرفي کول د افغانستان اکثره خلک  ‌ذهنا د دې ډلې د نه منلو لپاره اماده کړي چې تر څو يې له مرستې کولو څخه ډډه وکړې.

څلورم : د ګاونډياو عربي هیوادونو موقف :

لکه څرنګه مو چې مخکي وویل چې د پاکستان استخباراتي کړۍ او په افغانستان کې ځینې هغه کړی چې په سوله کې خپلې شخصي منافع په خطر کي وینې کوښښ به وکړي چې د اسلامي دولت ډلې ته د نفو‌ذ پیدا کولو زمینې برابرې کړي ، مګر بالعکس د منځنۍ اسیا هیوادونه او ځیني عربي هیوادونه او تر یوې اندازې پوري ایران به کوښښ وکړي چې د اسلامي دولت په مقابل کې له اسلامي امارت سره اړیکې ټنګې کړي چې تر څو وکولی شي په خپلو هیوادونو کې د دې ډلي د نفوذ مخه ونیسي ، دا ځکه چې اسلامي امارت همیشه د خپل امارت حدود تر افغانستان پوري محدود بللي دي او هر وخت یي د ګاونډي هیوادونو سره د متقابل احترام په اساس د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړي او کوي یي.

او له بل پلوه د طالبانو  اسلامي تحریک یو داسي تحریک دی چې له نورو هغه اسلامي ډلو سره هیڅ تنظیمي  او فکري تړاو نه لري چې عربي هیوادونه يي د خپلو رژیمونو د بقا لپاره خنډ بولي چې اسلامي دولت يي په راس کې راځي .

هغه په دې معنی چې په اسلامي نړی کي ټول اسلامي تنظیمونه او ډلې د اخوان المسلمین له ډلې څخه لږ یا ډیر متاثره شوي ډلي دي  او د دعوت ساحه يې ټوله اسلامي نړۍ ده .

مګر بالعکس د طالبانو اسلامي تحریک یو سوچه افغانی الآصله اسلامي ډله ده چې په افغانستان کې د ځینو خاصو لاملونو له کبله د خاصو هدفونو د لاس ته راوړلو لپاره را پیدا شوله چې په فکري لحاظ له هیڅ اسلامي ډلې څخه نه ده متاثره شوې او د فعالیت ساحه يي له ابتدا نه تر اوسه پوري یوازی د افغانستان ټاکلی دی .
نو له دې کبله کیدای شي چې عربي او دمنځنۍ اسیا هیوادونه د طالبانو سابقه ته په کتلو سره کوښښ وکړي چې د اسلامي دولت او نورو اسلامې ډلو د مخنیوي لپاره له دوی سره اړيکې ټینګې کړي او د همکارۍ مزی ور اوږد کړي.

پنځم : د افغانستان او عراق تر مینځ د ستنونزو توپیر :

که څه هم د افغانستان او عراق دواړه رژیمونه د امریکا په مشرۍ د یوه نړیوال ائتلاف د حملې په نتیجه کې رانسکور شول او د واک واګې د وخت د رژیمونو مخالف لوریو ته په واک  کې ورکړل شوې مګر په افغانستان کې د اسلامي امارت تشکیلات ځای پرځای پاتی شول او سره له دې چې ستر ستر ګوزارونه يې وخوړل خو اسلامي امارت بیا هم وکولی شول چې خپل موجودیت تر اوسه پوري وساتي مګر بالعکس د صدام حسین د حکومت تشکیلات چې په راس کې یې سنیان وو ټول له منځه لاړل او مشران پر له پسې یو او بل د امریکایانو په لاس ونیول شول او یا له ملکه وتښتیدل او ويي نشوی کولی چې د امریکايي یرغل په مقابل کې د مقاومت قومانده په لاس کې ولري .

او حکومت يي د شیعه ډلو په لاس کې وغورځیدلو چې د سنیانو سره يي اغچ اخیستونکی برخورد وکړلو مګر بالعکس په افغانستان کې که څه هم شیعه مذهبه ډلې په اوسني رژيم کي قوی رول لري خو بیا هم دومره قوي نه دي چې هغه څه وکړي چې خپلو همذهبو يي په عراق کي له سنیانو سره وکړل .

په بل عبارت په افغانستان کي د شیعه او سني ستونزه دومره قوي نه ده چې سنیان د شیعه ګانو د ظلمونو څخه د خلاصون په خاطر د اسلامي دولت له  ډلې سره لاسونه یو کړي .

نو له دې امله ویلی شو چې له دې کبله هم د اسلامي دولت د ډلي د خپریدلو چانس ضعیف دی.

په آخر کي پوښتنه داده چې مونږ افغانان ځنګه کولی شو په خپل هیواد کې د یوې نوې جګړې مخه ونیسو ؟

له ټولو نه مخکې باید اسلامي امارت د خپل دروند مسؤولیت په درک کولو سره په افغانستان کې له ټولو اسلامي شخصیتونو او ډلو سره چې په افغانستان کې اسلامي نظام ته ژمن او د  امریکا د موجودیت خلاف دی په تماس کي شي او په یوه داسي اجنډا باندي کار وکړي چې له یوه پلوه افغانستان له اوسني بحران څخه راو باسي او له بل پلوه يي له یوه نوي ناورین څخه وژغوري.

او د کابل حکومت که په رښتیا هم سولې ته ژمن وي نو لومړی د طالبانو اسلامي تحریک دا چانس ورکړي چې له امریکایانو او دهغوی له مؤتلفینو سره خپل مشکل حل کړي هغه داسي چې امریکایانو دیته مجبور کړي چې خپلې نظامي آډې له هیواده وباسي چې له دي سره به مجاهدینو ته د جګړې د دوام لپاره بانه نه پآتي کیږي.

او د حکومت په د ننه کې له هغو کړیو چې د عقدې او یا د شخصي منافعو د ساتلو لپاره د یوې حقیقي سولې مخه نیسي او په اداري فساد کې تر مرۍ پوري ښکيل دي د هغوی مخه ونیسي .

او پر اسلامي امارت باندي د پاکستان او ګاونډی هیوادونه د فشار کمولو لپاره د کابل حکومت اسلامي امارت ته ځیني سیمي يریږدي چي تر څو دوی وکولی شي خپل تصمیمونه له هیڅ نوعه فشار څخه پرته په ازاده توګه ونیولی شي.

په دې توګه به د امریکاد نظامي اډو په نشتوالي کي دجنګ پلمه له مینځه لاړه شي او له اداري فساد په له منځه وړلو د اولس ملاتړ له ځان سره کړي چې په مخالف لوري به فشار راوړي چې د خبرو او اترو میز تر شا سره کښیني او د حل یوه معقوله لار پرته له کوم بهرني فشار څخه په شریکه سره ومومي.

ومن الله التوفیق.

نیټه : ۱۰/۰۳/۲۰۱۵ ز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

فایز صیب تاسو ته سلامونه او احترام د لیکنې په سر کې مو افغاني کړی او اشخاص یاد کړي خو په تفصیل کې مو د کړیو څرک نه لګي یوازې اشخاص مو یاد کړي دي. همدارنګه د اسلامي دولت په وجود کې مو رسنیزو تبلیغاتو ته هیڅ اشاره نه ده کړې، او د دوی د وجود دلایل مو ځنې پېښې یادې کړې دي چې د هیڅ چا چشمدید نه بلکه په رسنیو کې راغلي پروپاګنددا ده چې زما له نظره یې پېښې نشو بللای. ستاسو له لیکنې علاوه یو بل اساسي عامل هم وجود لري چې د اسلامي دولت وجود… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x