افغانستان

طالبانو د جغتو ولسوالۍ د سيمه ايزى شورى مرستيال ووژلو

takhar_talibanنن ټکی آسیا: طالبانو د وردګ ولایت د چغتو په ولسوالۍ کې د یوه وسلوال برید په ترڅ کې د سیمه ایزي شوری مرستیال عزیز الله وواژه.

په دغه اړه د والي ویاند شاهد الله شاهد نن ټکی آسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کي وویل چي تیره ورځ طالبانو د چغتو ولسوالۍ د برغولي په سیمه کې د سیمه ایزي شورا مرستیال معلم عزیز الله د موټر څخه ښکته کړ او وروسته يې په ډزو سره وواژه،

چي له امله يې نومړي سخت ټپي شو، او روغتون ته يې پر لاره بیا خپله ساه ورکړه.

شاهد الله وویل چي معلم عزیز الله شپته کلن د وردګو ولایت یو مخور او زړه سوانده مشر وو، چي اوس مهال يې د سیمه ایزو شخړو د ستونزو د حل په موخه د قومي مشر او د سیمه ایزي شورا د مرستیال په توګه دنده ترسره کول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د عزیز الله د وژلو مسؤولیت په غاړه واخیست، او زیاته يې کړه چي نومړی د طالبانو له خوا په یو غلچکي برید کي ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x