دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کی (25)

لیکوال: عبد الغفار جبیر

حجاب او نوی ساينس

خالق جل جلاله چی کوم او صول د مخلوق لپاره ټاکلی دی په هغه کی ضرور ددې دنیا او د اخرت ګټې نغښتې دی، او د الهی احکامو د پر ځای کولو په صورت کی انسان هم په ژوند کی او هم په ګور(قبر) کی بری منددی؛ او په قرانکریم کی چی کوم امر شویدی په هغه کی ضرور حکمتونه پېچلی دی، فایدې پکښې جوتې او د انسانانو لپاره هغه اوامر تر ټولو بهترین او تر ټولو لوړ قوانین دی؛ هغه قوانین چی انسانانو پخپلو ناقصو فکرو او دتشویش نه ډکو مفکورو او خیالاتو په وسیله او سرچینه جوړکړیدی، هغه ضرور نیمګرتیاوې، او د تېروتنو څخه خالی نه دی، چی دا یو منلی حقیقت دی، نو ځکه په هر هیواد، او دیموکراتیکو قوانینو کی په هرځای کی هر کال پخپلو دې ناقصو قوانینو کی ترمیم راولی، کله یوه ماده پکښې زیاته او کله یوه ماده ور څخه لیری کړی؛ خو الهی قانون برخلاف دانسانی قوانیو څخه دی، او هغه داچی (1400) کاله مخکی چی کوم الهی قوانین وضع شوی ، او د وحی په واسطه راوړل شویدی، او د انسانیت و سترلارښود حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم ته ورکول شویدی دابه ترقیامته پوری باقی وی، دا قوانین په هردور او عصر کی تر ټولو قوانینو لوړ او دټولوانسانی ښې ګڼو مجموعه ده، په دی الهی قوانینو کی هیڅ داسی تصور لا هم نشی کیدای چی یو څوک دی ووایی چی دا ځای ئې څه کمزوری دی، العیاذ باالله او هغه داسلام او بشر ضد عناصر چی پر اسلام باندی نېوکې او پر الهی قانون باندی نېوکې لری ، امت مسلمه و هغو ته غاښ ماتونکی او قناعت بخښونکی ځوابونه په هره زمانه کی ورکړیدی او ورکوی ئې، د هرې ورځې په تېرېدو سره و ټول انسانیت ته جوتیږی چی هغه ښې ګڼې، سوکالې ،سکون ، بری ، هوډ او نیکمرغی چی په الهی دین کی شته هغه په بل هیڅ قانون او دین کی شتون نلری ، د اسلام دراتګ سره یوځای بیا تر اوسه پوری په زرهاوو قوانین او مفکورې راغلی خو ټولې د اوبو لاهو شوېدې، او همدا اسلام به تر قیامته پوری باقی وی ، او هغه خلک چی داسلام اور مړ کول غواړی نو د ا مسلمه خبره ده، چی دوی اسلامی قوانین له مینځه نشی وړلای او نه هم داسلام و مبارک دین ته د یوې زرې په شان تاوان رسولای سی بلکی خپل مخونه به وسوځی چی په دې باندی تاریخ ګواه دی۔
نور بیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x