روغتیا

لږ کوروالی د نارینتوب هرمون کموي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه ۱۳۹۳ل): که څه هم په خلکو کې دا مشهوره ده چې د نارینتوب هرمون (ټسټوسټیرون) د کمېدو سبب دادی چې انسان ډير او څو ځل کوروالی وکړي، خو داسې نه ده، وروستیو استرالیاوي څېړنو ددې برعکس سهي ښودلې او هغه داسې چې د نارینتوب هرمون د کموالي سبب کم کوروالی دی.

د سیډڼي پوهنتون د تېرې شنبې په ورځ امریکا کې خپل یوه څېړنه وړاندې کړه، دغه څېړنه په ۱۷۰۵ نارینه‌و باندې شوې چې عمرونه يې ۷۰ کلونو ته رسیدلي او یا تر دې پورته دي.

په سپین ږیرو باندې دغې څېړنې ښودلې چې په زړو خلکو کې د جنسي فعالیت یا کوروالي ته د زړه نه کېدل سبب دی، نه دا چې په جسم کې یې د نارینتوب هرمون کچه کمه شوې. یعنی له عمره پاخه خلک په جسم کې د نارینتوب هرمون لري خو د عمر تقاضا یې دا وي چې جنسي فعالیت او کوروالي ته یې زړه نه پورته کیږي.

څېړنه ښيي چې د نارینتوب هرمون د نارینه و په روغتیا کې مهم رول لوبوي، د بلوغ پر مهال هرمون په دې کې مرسته کوي چې عضلات جوړ کړي، غږ دروند کړي او تناسلي اعضاء لوی او غټ کړي. همدا راز د عضلاتو او هډوکو غلاظت ساتي او په جنسي شوق راپورته کولو کې مهم رول لوبوي.

څېړنه د کوروالي د روغتیايي فایدو په اړه وايي چې که نارینه غواړي د نارینتوب هرمون کچه يې په جسم کې ساتل شوي وي نو ددغه مقصد پوره کولو لپاره دې د کوروالي اساسي او اسانه لاره انتخاب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

جي داسي ده نو بيا به ورته كار ووايو, او دا به كوو, بل كار به مو نه وي… الله مو خوار كه بله موضوع نه وه جي ليكلي دي واي… افغانان به داسي غمونو كي دي جي هر سه تري هير دي… الله دي رحم وكري…

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x