اپل کمپنۍ خپل د اپریټنګ سیسټم نوی ورژن وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): اپل کمپنۍ خپل نوی سمارټ ساعتونو معرفي کولو غونډې کې کاروونکو ته اعلان وکړ چې کاروونکي کولی شي د دغې کمپنۍ د اپریټنګ سیسټم نوی ورژن ښکته کړي.

د اپل کمپنۍ ټول کاروونکي کولی شي خپل ایفون (iPhone)، ایپډ (iPad) او د اپل کمپنۍ نورو تولیداتو کې د دغې کمپنۍ د اپریټنګ سیسټم نوی ورژن ای او ایس ۸.۲ (iOS 8.2) ښکته کړي.

د اپل کمپنۍ اپریټنګ سیسټم دغه نوی ورژن کې روغتیايي اپلیکیشنونه له پخوا هم غوره کار کوي او د کمپنۍ په وینا د اپریټنګ سیسټم په دغه نوی ورژن کې د پخواني ورژن ځینې خنډونه هم له منځه تللي.

د اپل اپریټنګ سیسټم دغه نوی ورژن کې کاروونکي کولی شي اپل سمارټ فون له اپل سمارټ ساعت سره وصل کړي او همدا راز کاروونکي کولی شي د اپل سمارټ ساعت اپلیکیشنونه خپل سمارټ فون ته ښکته کړي.

د اپل کاروونکي نشي کولی له خپل ایفون یا ایپډ څخه د اپل سمارټ ساعت اپلیکیشن پاک او یا له منځه یوسي. د کمپنۍ په وینا دغه اپلیکیشن به د اپل کمپنۍ په ټولو تولیداتو کې د تل لپاره پاتې شي.

د اپل کمپنۍ تولیداتو استعمالوونکي کولی شي د دغې کمپنۍ د اپریټنګ سیسټم نوی ورژن ښکته او استفاده ترې وکړي.