افغانستان

د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت ښوونځی ته ودانۍ جوړه شوه

نن ټکی آسیا: د پکتیا ولایت د مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د مرکزی لیسی لپاره دوه بلاکونه بشپړ او ګټی اخیستنی ته وړاندی شول.

دغه خبرپاڼه چي نن ټکی آسیا ته د ولایت د ویاند روح الله سمون له خوا را لیږل شوې په کښي ویل شوي: “په دغو دوه بلاکونو شاوخوا یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی چی د پوهنی وزارت له پرمختیایی بودجی یی لګښت ورکړل شوی.

دغه ودانۍ په ۲۵ جریبه ځمکه کی له ټولو اړینو ملحقاتو سره  د سادات مومند شرکت لخوا په پاخه او اساسی ډول  د ۱۸ میاشتو په ترڅ کی بشپړه شوه.

ددی ودانی د پرانیستی پر مهال د پکتیا د پوهنی ریس انجنیر محراب الدین شفق وویل چی ددی ودانۍ په جوړیدو د اریوب ولسوالۍ د مرکزی لیسی ستونزی تر ډیره بریده حل کیږی

د غه ښوونځی کی  ۲۵۰۰ زده کوونکی زده کړه کوی  چی د زرو نورو زده کوونکو کنجایش هم لری”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x