نظــر

افغان ملي لوبډله، د پای لوبې په درشل کې

استاد دلاور خان سېلاب

افغان ملي لوبډله تل د نړیوال جام د اتلولیو په سیالیو کی د روسانو، هندوانو او انګریزانوله مشهورو نړیوالو لوبډلو سره په سیالی بوخته ده. دا چې د دغی ډلې زاړه کرکټران لکه احمدشا ابدالي، شیرشا سوري، شهاب الدین غوري، میرویس نیکه، ښځینه لوبغاړې ملاله او نور ښه تکړه بالران بیټس مینان او تجربه لرونکي وو او تل يې په ملي او بین الملي کچه په نړیوالو لوبغالو لکه ډیلي، کالنجر، پاني پت، میوند او داسې نورو ميدانونو کې له خپلو سیالانو سره په زړه پورې او دوستانه میچونه او لوبې ترسره کړي، عجیبه داده چه بری تل دافغان ملي لوبډلې په ګټه تمام شوی او مقابل لوری په واقعي بڼه سوځیدلی یعنی له مینځه تللی، تر دې چې د دې ډلې ښځینه لوبغاړې ملالې هم د میوند په ملي لوبغالي کې له انګلیسي لوبډلې سره په یو دوستانه میچ کې بری ترلاسه کړ او په دې ډول یې انګليسي لوبډلې ته چې هغه مهال هېڅ د ماتې سره بلد نه وو، تاریخې ماتې ورکړه او په دې توګه لوبه د افغان ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده په دې باب لاندې میچونه د یادولو وړ دي.

په ۱۸۸۰ زیږیز کال میوند لوبغالي کې د افغان ملي لوبډلې کپتان غازي محمد ايوب خان او د انگليسي لوبډلې کپتان ميجر بروز.

په ۱۵۴۵ زیږیز کال د کالنجرمضبوطی کلا لوبغالي کې د افغان ملي لوبډلې کپتان شیرشا سوري او د راجاګانو لوبډلې کپتان راجا کریت سنګ.

په۱۷۶۱ زیږیز کال د هند پاني پت لوبغالي کې د افغان ملي لوبډلې کپتان احمدشا دراني اود مرهټیانو لوبډلې کپتان ددوی هندو مشر.

په ۱۹۸۹ زیږیز کال کابل لوبغالي کې د افغان ملي لوبډلې کپتان افغان مسلمان ملت اود روسانو لوبډلې کپتان ګرباچوف .
د پورته يادو شويو لوبو او سوبو بر عکس د ۲۰۰۱ زېږيز کال راهيسې د نړيوال جام په سر د افغان لوبډلې او نړيوال ټيم Isaf تر منځ سيالۍ تر پخوانيو هغو زيات توپيرونه لري.

د دې لپاره، چې د لوبې مينه وال له تعجب پرته د دغو توپيرونو له ځينو جزياتو خبر شي، په لاندې ډول يې په لنډه توګه بيانوو.

۱- د نړيوالو لوبډلو هېډ کوچ «UN» په لارښوونه د لوبو تکړه کپتان جارج ډبليو بوش په ابتکار، هڅه او هاند په نړيواله کچه تر څلوېښتو زياتو هېوادونو له غوره لوبغاړو څخه د ايساف په نوم تکړه ټيم تشکيل شو او افغان ملي لوبډلې سره د سيالۍ په موخه افغان ملي لوبغالي ته پرته له اجازې ور دننه شو. اوسنی مېلمه ټيم ايساف له تېرو ميلمه ټيمونو «انګليسانو او روسانو» سره نه شي پرتله کېدای، ځکه چې اوسنی مېلمه ټيم په هره کچه پر مختللی، زيرک، چالاک او په عصري وسايلو سمبال ټيم دی او ياد ټيم د «friendly fire» توپ وهنې ښه تجربه لري، دغه ډول لوبه نه يوازې د کوربه هېواد له لوبغاړو، بلکې، زياتره یی له عامو وګړو سره هم د مينې او خلوص!! په يوه ډکه فضا کې ترسره کوي. له ۲۰۰۱ زېږيز کال راهيسې پيل شوې لوبه اوس هم ښه په درز کې روانه ده، مګر مېلمه ټيم «isaf» يو څه ستومانه ښکاري او له دې امله يې ډېری لوبغاړي په يو بل پسې وسوځېدل. ياده دې وي، چې د انګلستان لوبډله د درې ځله پخوانۍ ماتې سربېره يو ځل بيا د خپل بخت ازمايلو په نيت د مېلمه ټيم مخکښه ډله حسابيږي. دغې لوبډلې خو يو ځل د افغان ملي لوبډلې د ښځينه لوبغاړې ملالۍ په لاس هم ماتې خوړلې وه او نږدې ټول لوبغاړي يې سوځېدلي وو، مګر بيا يې هم بخت کار ونکړ او د تېر په څېر يې يو ځل بيا ماتې وخوړه.

۲- مېلمه ټيم «isaf» د خپل جوړښت، کيفيت او څرنګوالي له مخې له تېرو هغو، لکه روسي، انګليسي او نورو ټیمونو سره نه شي پرتله کېدای، شمېر يې زيات، وسايل يې پرېمانه او په داخل او خارج کې ډېر زيات مينه وال لري.

۳- لوبغالی بيا هم د تېر په څېر افغانستان وټاکل شو. دا هغه لوبغالی دی، چې دلته هېڅکله بهرني ټيم بری نه دی تر لاسه کړی او سيالي تل د افغان ټيم په ګټه پای ته رسېدلې ده.

۴- د نړيوال جام د اتلوليو د سيالي موده د تېرو تاريخي سياليو په پرتله خورا اوږده شوه، هغه دا سې چه لوبه د ۲۰۰۱زېږيز کال راهيسې د نړيوال کلي پخواني خان او د نړيوالو لوبو عمومي کپتان جارج ډبليو بوش تر مشرۍ لاندې پيل او لا تر اوسه دوام لري. په دغه موده کې د ايساف ټيم ځينو غړو منځلوبو ته لاره ونه مونده، زياتره لوبغاړي يې وسوځېدل او له لوبغالي شرمېدلي، خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

۵- افغان ملي لوبډله په ملي او بين الملي سطحه ډېره ښه وځلېده او اوس يې پايلوبې ته لاره ومونده، چې په دې کار سره يې نړيوال تماشا چيان هک پک حيران کړل. د مېلمه ټيم ايساف غړي ونه توانېدل، چې کوم د پام وړ بری ومومي، لوبغاړي يې ښه ونه ځلېدل، بالاخره اوس مهال له لوبغالي د وتلو لار لټوي، سره له دې، چې د لوبغالی دننه او بهر يې خوار زيات شايقين او تماشه چيان درلودل، د دوی ډېری يې له ټکټ، ويزې او قانوني اسنادو پرته لوبغالي ته ورننوتل، د خپلو ټولو مرئي او نا مرئي وسيلو، لکه تلويزون، راديو او له ټولو ممکنو لارو يې ډېر شپيلي او چيغې ووهلې او لاسونه يې ډېر وپړقول، د ايساف لوبغاړي يې ديموکراتان، د ازادۍ جنګيالي، د افغانانو لپاره د سولې کوترې ووبلل، په مقابل کې يې د افغان لوبډلې لوبغاړي، ترهګر، خونخواران، او وحشيان وبلل، مګر بيا يې هم خپل بګېل شوي لوبغاړي، د بري تر درشله ونه شوو رسولای.

د مېلمه ټيم لوبغاړي هېڅکله هم له دا ډ‌ول بې ساري لوبغالي او لوبغاړو سره نه وو، مخامخ شوي. دوی د نهيلۍ تودې هوا وهلي او اوس مهال د ډاکټر برايډن په څېر يو داسې خواخوږي خبر وړونکي ته اړ دي، چې د دوی چېغې او رښتونی خبر د دوی په هېوادونو کې د دوی مور، پلار او خپلوانو ته ورسوي، ښايي د زړه سوي او مهربانۍ له امله يې له کوربه لوبغالي وباسي او له سوځېدو نجات ورکړي، ځکه دلته سوځېدل په دې معنا نه دي، چې بيا به ژوندي ګرځي، بلکې په دغه بې ساري لوبغالي کې سوځېدل د اور په لمبو کې د سوځېدلو او وريتېدولو په معنی دي.

۶ــــ افغان ملی لوبډله د خپل تاریخ په اوږدو کې تل له له یوې لوبې راوتلي او بلې ته داخل شوي، مګر دا ځل یې حالت ډېر بدل وو او هغه دا چې دغه ډله د پخواني شوروي اتحاد له ۱۴ـــ ۱۵ ایالتونو جوړکاري ټیم سره له ټکر او بري وروسته سمدستي د کورنۍ جګړی ښکار شوه. دغه ډله خورا ستومانه او ټپي حالت کی ساه ایستلو او آرام کولو ته پرې نه ښودل شوه. د تېرو تاریخي سیالیو پرخلاف دا ځل په یوه نا انډوله سیالۍ کې کېوته. دا تصادف هغه وخت رامنځ ته شو، چې مان یا نہ مان میں تیرا مہمان= که خوښه دي وي او کنه نه زه ستا مېلمه یم. مېلمه ټیم ISAFچې د ۴۰ هېوادونو تشکېل شوي لوبډله وه، افغان لوبغالي ته په زوره رادننه شوه او عجیبه یې لا دا وه، چې د لوبې له پیل د مخه یې پر افغان ملي لوبډلې خپل برلاسی اعلان کړ.
د جادوګرانو په ډول یې خپلې رسۍ او سحري طلسم نندارې ته وړاندې کړ، مګر افغان ټیم د عصاموسی په شان د اژدها بڼه غوره کړه او د ساحرانو جادو یې مات کړ. بالاخره مېلمه ټیم ISAFخپله نا علان شوې ماتې ومنله.

افغان ملي لوبډلې د ګوتو په شمېر لوبغاړو په سوځېدو لا هماغسې د لوبغالي په طول او عرض کې د تېر په څېر ابدي حماسې جوړې او دخپل تاریخ تر ټولو زرین باب یی پرانیست او د عظمت او غیرت یو بل څلي یې هسک کړ.
تل دي وي افغاني سوبمنې حماسې.

۷ ــــ له بده مرغه له تېرو تاریخی لوبو سره یې یو بل زړه بوګنوونکي توپیر دا دی، چې د ماتې په درشل ولاړ ټیم ISAF غوښتنې د بري او ماتې له پولو واوښتې له ځان سره راوستې ناتجربه کار فیلډکوچ، د غنا اوسخا پیکر اشرف العبید غني او مېرمن یې اشرف الاماء رولا په مرسته یې نهه نور لوبغالي پلان کړل، تر څو کوربه افغان ملي لوبډله دمې او ارام ته پرېنښودل شي او بالاخره د تېرو بریو کسات ورڅخه واخېستل شي. د لوبې له ګرانو مینه والو هېوادوالو هیله من یم، تر څو بیا خپلې حماسې تاندې او د مېلمه ټیم د نهو لوبغالو دغه پېرزوینه چې د دوی د بچیانو (رولا او غني) د سرونو صدقه ده، په یادو بچیانو پورې ورمحدوده کړي. خپل دغه عقلي او شعوري کمکي اولادونه له ځانه سره بوځي او د دوی په اصلي ټاټوبي (امریکا) کې ورته د لوبغالو د جوړولو شوق ورپوره کړي.

په پای کې له ټولو هغه هېوادوالو چې د لوبې تماشه چیان، یا هم سهیم دي د زړه له تله غوښتنه کوم، چې تل لاس په دعاء، روژه اوتسبیح په خوله خپلې اتلې
افغان ملي لوبډلې سره د زړه له کومې مرسته او همکاري وکړي، په حجرو، جوماتونو، ودونو، ښادیو، هدیرو او نورو ځایونو کې دعاوې ورته وغواړي، تر څو د ماتې خوړلې لوبډلې (ISAF(ټغر ټول او نهه پلان شوي لوبغالي له منځه ولاړ شي.

الله جل جلاله دې افغان ملي لوبډله دبري تر وروستي پړاوه ورسوي. یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ستاسو د دعاګانو په هیله!
ځلانده دې وي افغان ملي لوبډله!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

استاذ محترم كله مي جي دمقالي عنوان وليد دير حيران شوم جي دا سنكه افغانان دباي لوبي ته ورسيدل, جي كوارتر فاينل ته هم ندي رسيدلي, خو كله مي جي ستاسو عكس وليد جي دا مقاله تاسو ليكلي, نو نور هم حيران شوم جي استاذ لا سنكه دكركيت سره مينه بيدا شوه جي لا مقالي هم ورباندي ليكلي, خو جي كله مي هر سه ولوستل دير خكلي ليكل دي كري او خه تحليل دي كري, دير خوند يي راكر, الله دي موفق لره… او الله دي روغ صحت دركري…

خاورې بنده

جناب استاد دلاور صیب ! په ځینو خبرو د اتفاق او ځینو د اختلاف څخه قطع نظر باید دې ټکي ته متوجه شو: له کامیابۍ سره سره مونږ په ۱۹۸۹ کې ولې ناکام شو؟ باید د ناکامۍ سبب او راز ولټول شي: ستاسې پخپل متن کې (په ۱۹۸۹ زیږیز کال کابل لوبغالي کې د افغان ملي لوبډلې کپتان افغان مسلمان ملت اود روسانو لوبډلې کپتان ګرباچوف) که د یو ټیم کپتان معلوم نه وي نو انجام به يې څه وي؟ د بيټنګ ، بالنګ او فیلډنګ فیصله به څوک کو؟ زه بیا دې هم وګټلو د الله لخوا باران وشو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x