شعـــــرونهپښــــتو ادب

د غزل توري

عرفان الله عرفاني
غزل مې شونيمګړی شول راکم د غزل توري
د ګل پر پاڼو ګورم د شبنم د غزل توري

د نورو په غزل مې د زړه تنده نه ماتيږي
د يارله کلي راوړه د زم زم د غزل توري

شعرونه مې خوښيږ ي خوپه تول چې برا بر وي
چې نغښتي پکې چاوي منظم د غزل توري

د کلي په کوڅو کې سوداګرد غزل ګورم
ترې اخلمه د مينې د حرم د غزل توري

د خيال کتابخانه مې پسې ټوله پرانيستلې
لټېږم چې پيداکړم يو څو سم د غزل توري

چې ذکر پکې شوی ستا د مخ ستا د جلوو وي
جانانه ډېرمې خوښ دي ستا د چم د غزل توري

ډېرکيف کړي چې الفاظ يې څه صريح څه کنايي وي
پکار مې څه نازک دي څه محکم د غزل توري

غمجن يو ډېر غمجن يو يوآذان بلا له وکړه
ډېرخوند کړي ياره ستا د صبحدم د غزل توري

رقيب باندې به خود لکه د غشوراور يږي
مدام د عرفاني د تاند قلم د غزل توري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x