افغانستان

د ایساف یو بهرنی عسکر وژل شوی، او د بګرام هوايي ډګر تر برید لاندي راغلی

bagram_air_baseنن ټکی آسیا: د ایساف رسنیز مرکز په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کي ویلي چي نن ورځ د افغانستان په ختیځ کې د ماین د چاودېدلو له کبله د ایساف یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.

د خپلي پالیسی له مخي ایساف نه غواړي چي د وژل شوي عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای څرګند کړي.

باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت کې دا څلور ویشتم عسکر دی چي ایساف يې وژل مني.

که څه هم طالبانو په ختیځ کې نن د کومي چاودني خبر نه دی ورکړی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چي تیره شپه د وردګ ولایت د چک په ولسوالۍ کې د امریکایانو یو لوی زغروال ټانګ په ماین والوزول شو، چي له کبله يې د نومړي په وینا ۷ تنه بهرني عسکر ووژل شول.

په یوه بل خبر کي د ایساف مطبوعاتي دفتر رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ د باګرام هوايي ډګر د طالبانو له خوا د توغندیو تر برید لاندي راغلی، چي کوم ډول مرګ ژوبله يې نده اړولې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې برید په اړه ویلي چي تیر ماسختن په سیمه ایز وخت د اته نیمو بجو په شاوخوا کې طالبانو د بګرام هوايي ډګر باندي دوه توغندی وويشتل، چي دواړې توغندی په هوايي ډګر کي دننه پر خپل هدف لګیدلي او زیانونه يې اړولي دي، خو دقیق معلومات يې په لاس کي نه لري.

د بګرام هوايي ډګر کي په زرګونه تنه بهرني عسکر چي اکثره يې امریکایان دي، میشت دي، او هر وخت د طالبانو د توغندیو تر برید لاندي راځي، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه تر لاسه کیږي، ځکه چي له یوې لوري طالبانو په دغو بریدونو کې د تلفاتو اړولو خبرونه ورکوي، او له بلي لوري امریکایان انکار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x