اپل کمپنۍ خپل نوی سمارټ ساعت کاروونکو ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د سې شنبې په ورځ اپل کمپنۍ اعلان وکړ چې دغه کمپنۍ غواړي د روان زیږیدیز کال د اپریل په میاشت خپل نوی سمارټ ساعت کاروونکو ته وړاندې کړي.

اپل کمپنۍ په یوې خبري غونډه کې د دغې کمپنۍ نوی سمارټ ساعت بیه او وړتیا په اړه معلومات وړاندې کړ. د دغې ساعت سپورتي ورژن يي چې ډسپلې يي ۳۸ ملي متره ده په ۳۴۹ او د دې ساعتونو غټ ورژن چې ډسپلې يي ۴۲ ملي متره ده په ۳۹۹ امریکايي ډالر به کاروونکو ته وړاندې شي.

د کمپنۍ په وینا په پیل کې به د دغې کمپنۍ سمارټ ساعتونه په لوړه بیه کاروونکو ته وړاندې شي. په پیل کې به د دغې سمارټ ساعت سپورتي ورژن په ۵۴۹ او ساده ورژن به يي په ۵۹۹ امریکايي ډالر په بدل کې کاروونکو ته وړاندې کیږي.

له دې سربیره دغه کمپنۍ ۱۸ قراطه سره زر لرونکی سمارټ ساعت هم کاروونکو ته وړاندې کوي چې د دغې سمارټ ساعت بیه به ۱۰۰۰۰ امریکايي ډالر وي.

د اپل کمپنۍ دغه سمارټ ساعتونه به د روان زیږیدیز کال د اپریل میاشتې په ۲۴مه نړیوال بازارونو ته وړاندې شي او کاروونکي کولی شي د اپریل میاشتې له لسمې څخه خپل نومونه د اپل کمپنۍ سره د پیریدلو په موخه ثبت کړي.

اپل کمپنۍ د دې سمارټ ساعتونو په اړه معلومات ورکولو سره وویل چې دغه سمارټ ساعتونه کولی شي د ۲۴ ساعتونو لپاره چارج وساتي.