نړۍ

اسوشيټيډپريس: سعودي د مصر پر ځای له ترکيې او قطر سره خوږې اړيکې غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ سعودي عربستان غواړي، چې قطر او ترکيې سره خپلې اړيکې خوږې کړي، پر اخوان المسلمين فشار کم کړي او دا سياسي بدلون د سعودي پر ايتلافي مصر ډېرې ناوړې اغېزې لرلای شي.

په دې وروستيو کې د پخواني پاچا عبدالله د واکمنۍ پر مهال د جهادي ډلو، اخوان المسلمين، شيعه ايران، عراق، سوريې، لبنان او يمن په اړه د سعودي او مصر دريځ يو شان روان وه.

اسوشيټيډپريس وايي، چې تر اوسه هم سيسي له قطر او ترکيې سره له اړيکو رغولو انکار کوي، ځکه چې دغه دواړه هېوادونه د اخوان المسلين قوي ملاتړي دي او سيسي اخوان خپل لومړني دښمنان بولي.

«داسې ښکاري، چې سعودي په سيمه کې ايران او سني جهادي ډلې ‘اسلامي دولت او القاعده’ خپل دښمنان بولي او کېدای شي، ترکيه او قطر د دغه خطر پر وړاندې له سعودي سره ودريږي.»

اسوشيټيډ پريس زياتوي، چې تېره اونۍ سعودي ته د اردوګان او سيسي سفرونه او ملک سلمان سره د هر يو جلا جلا ليدل نوې هيلې او ننګونې لري.

سعودي چارواکي وايي، چې عبدالفتاح السيسي د دواړو هېوادونو د ګټو او اړيکو په اړه اوږده بحثونه وکړل او سيسي سعودي پاچا ته وويل، چې ترکيه او قطر اوس هم سيمه کې د تاوتريخوالي ملاتړ کوي.

د ياد خبري اژانس له قوله، چې ترکيې او قطر سره د سعودي د اړيکو د ښه والي اغېز به لومړی دا وي، چې د اخوان په اړه به د سعودي دريځ کې نرمي راځي.

پخواني پاچا عبدالله مصر کې د محمد مرسي د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د اخوان پر ضد سخت ګامونه پورته کړل، د کودتاچي رژيم ملاتړ يې وکړ او دواړو حکومتونو اخوان المسلمين ترهګر ونومول او داخوان په هر ډول فعاليتونو يې بنديز ولګاو، مګر د ملک عبدالله له وفات لږې ورځې وروسته د سعودي د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل وويل، چې عامو اخوانيانو سره د دوی هېڅ ستونزه نه شته او د دوی يوازينۍ ستونزه د اخوان له هغه لږو مشرانو سره ده، چې د اخوان المسلمين د مشر دکتور بديع بيعت پر غاړه دی.

له لندنه خپرېدونکې د «الحيات» ورځپاڼې، چې د شاهي کورنۍ يو غړی يې چلوي يو ليکوال خالد الدخيل ليکلي، چې مصر د رياض د مصالحو پرېکړه نه شي کولای او سيسي دا حق نه لري، چې سعودي له ترکيې سره له خوږو اړيکو د دې لپاره منع کړي، چې ترکيه له اخوان سره ملګرتيا او خواخوږي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x