شعـــــرونهپښــــتو ادب

د ایزمونو دبازار مشتري ته !

قاري سعيد
هرڅه بدلوه خو ګوره دین درنه بدل نه شي
یاره شکاکي ! چېرته یقین درنه بدل نه شي

ته چي دایزمونو دبازار ځان مشتري بولې
خیال دې په لال ساته ، په سرګین درنه بدل نه شي

پوست که نوی نوی بدلوې دومره کیسه نه ده
خدای دې پردې وکړه ، مغز دېرین درنه بدل نه شي

هرڅه چې ځان بولې خو پام نه شې د بیزو بچی
دا دانسانیت تاریخ زرین درنه بدل نه شي

وار دی دصلیب او زنارونه په سینو زانګي
پام ساته دغاړې لونګین درنه بدل نه شي

دور دتزویر دی ، خوند یې ګوره بیا سودا کوه
چېرته په سُرکه باندې ګبین درنه بدل نه شي

دا جهان که ورکړې په هغه جهان پروانشته
پام دې وي سعیده آن په این درنه بدل نه شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x