د بهرنیو عسکرو درویشتم عسکر ووژل شو، او طالبانو یوه کمپيوټري الوتکه نیولې
نن ټکی آسیا: تیره ورځ د افغانستان په جنوب کي د ایساف یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.
دغه خبر په کابل کي د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په تازه خپره شوې خبرپاڼه کي ورکړه شوی دی، په خبرپاڼه کي ویل شوي چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب کي د ایساف یو تن عسکر د عملیاتو په وخت کي ووژل شو.
په خبرپاڼه کي د وژل شوي عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي تیره ورځ د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې د دواب په سیمه کې د دوو تنو بهرنیو عسکرو د وژل کیدو او یو شمېر نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی وو.
نومړي زیاته کړې چي تیره ورځ طالبانو د جګړې په ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو یوه کمپيوټري الوتکه هم ونیوله، خو ایساف تر اوسه ددې الوتکي په اړه کوم راپور نه دی ورکړی.
باید وویل شي چي ددې عسکر د وژلو په اعلان سره بهرنیو ځواکونو ومنله چي ددوی ۲۳ تنه عسکر په روانه میلادي میاشت نومبر کي وژل شوي دي.