نړۍ

څلور پولنډي عسکر افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د پولنډ يوې محکمې افغانستان کې جنګېدونکي خپل عسکر په جنګي جرمونو تورن کړي او وايي، چې ۲۰۰۷ ز کال کې دغو څلورو عسکرو پر ولسي خلکو ناتاره ډزې کړې وې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې اته کسان وژلي وو.

د پولنډ لويې څارنوالۍ په خپله پرونۍ پرېکړه کې وويل، چې دغه څلور عسکرو څخه يې يو په ۱۲ کاله او دوه يې په اتو اتو کالو او يو يې په پنځه کاله بند محکوم شو.

۲۰۱۱ز کال کې د پولنډ نظامي محکمې ويلي و، چې د يادو پوځيانو پر ضد اړين شواهد نه دي تر لاسه شوي، چې د عامو خلکو په وژنه کې د دوی پر ضد کافي دلايل وي او د شکونو پر بنسټ دوی خپل عسکر نه شي محاکمه کولای.

د نظامي محکمې قاضي په خپله پرېکړه کې ويلي و، چې د پېښې له ځايه دوی ته داسې دلايل نه دي تر لاسه شوي، چې له مخې يې دوی خپل عسکر محاکمه کړي.

په ۲۰۱۲ز کال کې د پولنډ سترې محکمې د نظامي محکمې دغه پرېکړه رد کړه او دغه څلور واړه تورن عسکر يې په جنګي جرمونو تورن وبلل او دغه قضيه يې يو ځل بيا پرانيسته.

لويه څارنوالۍ وايي، چې دغو څلور واړو عسکرو د جينوا تړون پر خلاف د جنګي جرمونو ارتکاب کړی او دوی بايد خپله سزا وويني.

د ۲۰۰۷ز کال اګست په ۱۶مه پولنډي عسکرو د افغان په يو کلي کې پر ولسي خلکو ناتاره ډزې کړې وې، چې شپږ تنه «يو سړی، دوه ښځې او درې ماشومان» يې ځای پر ځای وژل شوي وو او دوه تنه يې وروسته د خپلو ټپونو له امله مړه شوي وو او پولندي عسکرو دغه صحنه عکاسي کړې وه او خپل مرکز کې يې خپلو ملګرو ته ويل، چې دوی دغه بريد د ځوابي ډزو په شکل کړی، مګر وروسته يې اعتراف وکړ، چې دوی ښه وليدل، چې دغه کلي کې ښځې، ماشومان او عام وګړي دي او بيا يې هم پرې ناتاره ډزې وکړې.

بايد وويل شي، چې د پولنډي عسکرو له لخوا د ولسي وګړو وژنه د تېر ديارلس کلن ناورين لومړۍ پېښه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله امريکايي، برتانوي، فرانسوي او د ايساف نورو عسکرو سلګونو ولسي افغانان په لوی لاس وژلي، مګر تر اوسه يې يو هم نه دی محاکمه شوی.
د الجزيرې تلويزون وياند او «الاتجاه المعاکس» پروګرام چلوونکی دکتور فيصل القاسم وايي، چې امريکايي عسکر په لوی لاس افغانان وژني او بيا ټوله کيسه يو «ساري» او سلو ډالرو پای ته رسوي.

«امريکا او ګردې غربي نړۍ لپاره پسونه او وزې له افغانانو ډېر اهميت لري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x