
ننګرهار: په حصارک کې د تذکرو د مدیریت مامور وژل شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د حصارک ولسوالي د تذکرو د مدیریت یو مامور وژل شوی دی.
د حصارک ولسوالي د تذکرو د مدیریت دغه مامور میاکفایت الله نومېږي، چې په خوږياڼو ولسوالي کې وژل شوی دی.
د خوږیاڼو ولسوالي مرستیال غلام الدین افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې میا کفایت الله په خوږیاڼو ولسوالي کې د مخ پټو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د سیمې خلک وايي چې د تذکرو دغه مامور د خوږیاڼو د قیلغو اوسېدونکی و، چې پرون له دندې سیمې ته راغلی و او د سله والو له خوا ووژل شو.
تر اوسه د دې وژنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
یاده دې وي په ننګرهار کې چارواکي د امنیتي وضعیت د مخ په خرابېدونکي حالت څخه اندېښمن دي، چې د سمون په موخه ګډ حکومت یو پلاوی هم لېږلی و، چې د ننګرهارمېشتو په قول هیڅ تاثیر يې نه دی کړی.