رحمت الله نبیل د ملي امنیت د رئیس په توګه وټاکل شو
نن ټکی آسیا: رحمت الله نبیل د ملي امنیت د رئیس په توګه وټاکل شو، نومړي نن د افغانستان د وولسي جرګې څخه د باور رایه تر لاسه کړه.
رحمت الله نبیل تیر کال د ملي امنیت د پخواني رئیس امر الله صالح تر استعفی وروسته د ولسمشر حامد کرزي له خوا د ملي امنیت د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوی وو، او تر ننه پوري هغه دیادې ادارې د سرپرست رئیس په توګه کار کولو، خو نن يې د وولسي چرګې څخه دوه سوه او اته مثبتي رايي واخیستې او په دې توګه په رسمي توګه دملي امنیت د ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو.