افغانستان

امريکا ته د سفر په اړه د اشرف غني او عبدالله تر منځ ژور اختلافات پيدا شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه ۱۳۹۳ل): تېره اونۍ د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ګډ حکومت مشران امريکا ته ور وغوښتل.

سپينې ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر اوباما به د ګډحکومت مشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله او د حکومت نور مشران د مارچ په ۲۴مه خپل حضور ته ومني.

د خبرپاڼې له مخې اوباما او د ګډحکومت مشران به په امنیت، اقتصادي پرمختګ او د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

له کابله خپيرېدونکې «ويسا» ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې امريکا ته د ګډ حکوت د مشرانو د سفر په اړه د اشرف غني او عبدالله تر منځ اختلافات را پيدا شوي دي.

د امريکا له لوري په دغه بلنه کې د ولسمشرۍ اووه تنه او د اجرایيه رياست پنځه تنه غوښتل شوي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما سره به يوازې د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني ليده کاته کوي.

اجرايیه رييس عبدالله د ياد خبر په غبرګون کې ويلي، که اوباما سره د ليدو پروګرام کې د ده نوم نه وي، نو دی به امریکا ته له سفره انکار وکړي.

امريکا د ګډ حکومت له مشرانو غوښتي، چې واشنګټن ته د سفر لپاره بايد د خپل پلاوي شمېر کم کړي.

ويسا د ارګ د پټو سرچينو له قوله ليکلي، چې د دواړو مشرانو اختلافات امريکا ته د سفر او هلته د تشريفاتي هيأت او د پلاوي د ګډونوالو د شمېر په اړه دی.

د دواړو مشرانو له سفر وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ماليې وزير او امريکا کې د افغانستان پخوانی سفير اکليل حکيمي واشنګټن ته لېږلی، تر څو د افغان پلاوي د سفر لپاره ترتيبات ونيسي او په عين حال کې اجرایيه ريس دغه دنده سيد طيب جواد ته سپارلې، چې په لنډ وخت کې به امريکا ته روان شي.
د ارګ سرچينې وايي، چې د بارک اوباما د پلان له مخې بايد اشرف غني او د ګډ حکومت يو بل چارواکی به امريکايي ولسمشر سره ليده کاته کوي، مګر اجرایيه رييس ډاکټر عبدالله وايي، چې که د اوباما د ليدو په پلان کې د ده نوم نه وي، نو دی به امريکا ته سفر ونه کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال به نوموړي امريکايي الوتکه کې امريکا ته سفر کاوه او ډېری وخت به يې «ايرفورس۲» واشنګټن ته د سفر لپاره کاروله او دا ځکه چې د افغانستان الوتکې امريکا ته د سفر پر مهال اقيانوس له بحره نه شي تېرېدای.

داسې ويل کيږي، چې د ګډ حکومت د مشرانو د سفر لپاره د افغانستان بهرنيو چارو وزارت له امريکا يوه الوتکه په کرايه غوښتې، مګر د معلوماتو له مخې دغه الوتکه د ټاکل شوي افغان پلاوي د وړلو توان نه لري او له همدې امله امريکا د ګډ حکومت له مشرانو غوښتي، چې د خپل پلاوي شمېر کم کړي، تر څو دغه کرايه شوې امريکايي الوتکه کې ځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x