طالبان: «اشغال د بشري کړاوونو او نا خوالو سر چینه ده»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): طالبان د بشري حقونو د څار ادارې د راپور په اړه په خپره کړې تبصره کې وايي چې اشغال د بشري کړاوونو او نا خوالو سر چینه ده.

طالبانو پخپله اوونیز تبصره کې د «اشغال د بشري کړاوونو او نا خوالو سر چینه ده» تر سرلیک لاندې ويلي دي، چې د بشري حقونو د څار ادارې له لوري د بشري حقونو د سرغړوونکو یادونه شوې ده، خو د دې سرغړوونکو ملاتړي او اصلي سرغړوونکي نه دي یاد شوي.

دوی وايي چې دا ورته د تعجب خبره ده ، چې «د بشري حقونو د څار ادارې په خپل راپور کې اشغالګرو ته چې هم د بشري حقونو اصلي ناقضین دي او هم د نورو سر غړونکو ښوونکي او مربیان دي هیڅ اشاره نه ده کړې.»

طالبانو په تبصره کې ويلي، چې «اشغال او پر آزادو هیوادونو تېری د بشري کړاوونو، ناخوالو او مصیبتونو سرچینه ده، ځکه اشغالګر د خپلو شومو اهدافو لپاره غیر انساني کړنو ته لاس اچوي، ټولنه په خپل مینځ کې سره وېشي، یوې ډلې ته امتیازات ورکوي تر څو هغه بله ډله وځپي او بیا د ټولنې پر بل اړخ حمله کوي، په دې توګه هڅه کوي چې د دوی د ظلم په مقابل کې د ولسي مقاومت د توان کچه راټیټه کړي، د خلکو توجه او فکر په داخلي کشمکش کې مصروف وساتي.»

په تبصره کې پر دې حیرانتیا ښکاره شوي چې د بشري حقونو د څار اداره همدې «اشغالګرو ته – چې د خلګو کورونو ته به په نیمه شپه ننوتل، ویده ماشومان، ښځې او نارینه به یې په بې رحمانه ډول وژل، انسانان به یې ژوندي تر خاورو لاندي کول، په یو او بل نوم به یې بیګناه خلک کړول، او لا اوس هم دغو ناوړو کارونو ته ادامه ورکوي- د بشر د حقوقوناقضین نه وایې، بلکې د مصلحینو په توګه يې د انصاف تله هم دوی ته سپارلې، او له دوی نه غواړي چې د کابل په بیواکه اداره فشار راوړي چې د بشري حقونو سر غړونکي محاکمې ته راکش کړي؟!!»

یاده دې وي د بشري حقونو د څار ادارې په رسمي توګه د امریکايي یرغلګرو د بشري حقونو د نقض په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوی په ویبپاڼه کې د جون سیفټن په نامه د یو لیکوال په مقاله کې امریکا د بشري حقونو د سرغړوونکو په ملاتړ ملامته بلل شوې.

د مقالي لیکوال د اربکیانو امریکايي پروژې ته په اشاره وايي چې واک ته د بارک اوباما له رسیدو وروسته په افغانستان کې نا قانونه وسلوالې ډلې زیاتې شوي او ورسره د دغو ډلو له خوا د بشر ضد کړنو کچه لوړه شوه، خو امریکا د امنیت د ساتلو په نوم پر دغو ظلمونو او قتلونو سترګې پټي کړي او د هیواد په مختلفو برخو کې یې هغه پخواني ټوپکسالاران او جنګي جنایتکاران په ډالرو او وسلو تمویل کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د همدې پولیسو تر شا حتا د پارلمان غړي خپلې ملیشې لري، تر څو د خپلو سیمو خلک پرې وډاروي او د هغوی امنیت او ژوند د ګواښ سره مخ کړي.

جون سفټن په پکتیکا کې د اربکیانو د قومندان عزیزالله په اړه لیکي : «ځکه چې عزیز الله د امریکایانو سره په ډیرو چاپو او عملیاتو کې برخه اخیستې، اوس چې هغه هر څه کوي، امریکایان ورباندې سترګې پټوي».

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د