افغانستان

هلمند: زرګونو ټپیانو ته وینه نه رسېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): په هلمند کې د ټول کال پرلپسې جګړو له امله د دې ولایت د عامې روغتیا مسوولین وايي چې په روغتیايي مرکزونو کې زرګونو ټپیانو ته وینه نشي رسېدلای او دغه مرکزونه د ویني له کمښت سره مخ دي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر عنایت الله غفاري وايي چې له دوی سره سږ کال ۶۳۰۰ تنه ټپیان ثبت شوي دي، چې په یو ځل ګڼو ټپيانو ته د وینې د رسولو په برخه کې پاتې راغلي دي.

د دوی په خبره د ټپیانو ډېره برخه د سنګین، نوزاد او نورو ولسوالیو څخه دي، چې لا هم پکې جګړې دوام لري.

د روغتون مسوولینو دا نه دي په ګوته کړي چې ټپیان نظاميان او که عام وګړي دي او نه يې هم دا روښانه کړې ده چې ډېره برخه يې څوک دي.

د هلمند د والي مرستیال هم وايي چې دوی سږ کال ۶۳۰۰ تنه ټپیان درلودل، چې ښايي نظامي کسان وي، ځکه د عامو ټپیانو شمېرنه دولتي سرچینې په دقت نه ثبتوي.

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار پخپله د وینې په ورکولو له خلکو وغوښتل چې ټپیانو ته د وینې په ورکړه کې برخه واخلي او روغتیايي مرکزونه له دې تش لاسي وژغوري.

تر دې وړاندې د هلمند په سنګین ولسوالي کې د شمشاد تلویزون د ملي اردو د یو ټپی شوي عسکر ویډيو خپره کړه چې په ژړا يې پکې له مرکزي حکومته د نه مرستې ګیلې کولې.

یاده دې وي په هلمند کې لا هم د ذوالفقار په نامه عملیات روان دي، چې د رسنیو له قوله ډېره برخه زیانمن يې ولسي وګړي دي، چې عسکر يې کورونه او باغونه د طالبانو د مورچلونو په پلمه ور نړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x