افغانستان

بغلان ولایت: یوی ښوونکي باندی جنسي تیري شوی دي


(نن ټکی اسا نومبر۲۰۱۱/۲۶) نامالوم وسلوال کس دبغلان ولایت مرکزپلخمري ښارڅخه یوه ښونکي دټوپک په زور تښتولي او وروسته یی ورباندی جنسي تیري کړی دي.

له بغلان ولایت څخه یوه امیتی چارواکي له رسنیو سره دخبرو پروخت ویلي چی ښځینه ښوونکی دمرکزي بغلان له اتم نمبر سړک څخه دیوه وسلوال کس له لوري تښتول شوی او وروسته دنوموړي له لوري له جنسي تیري سره مخامخ شوی ده.

نوموړي زیاته کړه له جنسي تیري څخه وروسته تښتول شوی ښوونکي تښتونکي کس دولایت په سلام خیل سیمه کی پریښی ده چارواکي وایی دپیښي په اړه پلټنی پیل شوی دي خو تراوسه پوري په دی اړه څوک نه دی نیول شوی.

دبغلان ولایت دښووني مسؤل سید منصور له رسنیو سره دخبرو پر وخت وویل تښتول شوی ښوونکی د اتلسو بیا ترشلو کلوشا اوخواعمردرلود او دجنکیانو په یوه ښونځي کی یی د ښوونکي په توګه دنده اجراکوله.

دبغلان ولایت دمرکزي روغتون یوه ډاکټر وحید صدیقي ویلي دښوونکی له طبي معایني څخه وروسته مالومه شوه چی نوموړي باندی جنسي تیري شوی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x