افغانستان

«سوله» مضمون په ښوونیز نصاب کې شامل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): له افغانستان سره د المان همکار اداره وايي چې د افغانستان په ښوونیز نصاب کې د دوی په مرسته او لګښت «سوله» مضمون شامل شوی دی.

د دې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د سولې د اړتیا، ښې پېژندنې او ارزښت په خاطر د ښوونکو د روزنې په مرکزونو کې دغه مضمون په رسمي توګه نومولی دی.

د دې ادارې په همکاري د پوهنې وزارت له لوري د دېرشو ولایتونو څخه د ۱۲۰ ښوونکو په روزنیز سمینار کې د دې مضمون اړوند بحث وشو او په رسمي توګه په ښوونیز نصاب کې هوکړه پرې وشوه.

د خبرپاڼې له مخې دوی ۴۵ زره ټوکه د همدې مضمون کتابونه خپاره کړي او ښايي د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره يې په ښوونځیو کې تدریس شروع شي.

د امریکا له یرغل سره جوخت د افغانستان ښوونیز نصاب بشپړ بدلون وموند، چې د ګډ حکومت له پیل سره پکې دا نوی زیادښت دی.

تر دې وړاندې هم ځینو مدني فعالانو په ښوونیز نصاب کې د احمد شاه بابا رحمه االله او نورو افغان مجاهدینو شاهانو ژوند لیکونه او د جګړو درسونه د عدم تشدد خلاف او د ماشومانو په ذهن بده اغېزه کوونکي ګڼلي و او له دولته يې غوښتي و، چې یا دې تاریخ مضمون بشپړ بدل یا دې يې هم د جګړو برخه کمه شي.

د همدې وړاندیزونو له امله د اووم ټولګی تاریخ چې وړاندې به پکې د پیغمبرانو علیهم السلام کیسې او تاریخ لوستل کېده، بشپړ بدل شوی او ځای يي تر اسلام وړاندې افغان تاریخ نیولی دی، چې د لرغون پېژندونکو له لوري پکې د مجسمو پر اهمیت خبرې کېږي.

افغان ولس په ښوونیز نصاب کې د دیني مضمونونو، جهاد او تاریخ بدلولو اړوند وړاندې هم شکایتونه کړي و، چې په ډېرو لرو پرتو سیمو کې له ښوونځیو سره د کلیوالو د کرکې یو علت هم د نصاب چورلټ بدلون ګڼل کېږي.

یاده دې وي د پوهنې وزارت رسماً رسنیو ته د دې مضمون ثبت او په راتلونکي کال کې د تدریس د پیل په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x