نړۍ

اسلامي دولت د اسراییلو د یوه جاسوس ویډيو خپره کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه ۱۳۹۳ل): «اسلامي دولت» په یوې بې سارې ویډیو کې د اسراییلو یو جاسوس اعدام کړی او اسراییلو ته یې ګواښ کړی چې نېږدې وخت کې به یې ځواکونه په قدس کې له دوی سره جګړې پیل کړي.

اسلامي دولت ته نېږدې وېبپاڼو له خپره شوې ويدیو کې د اسلامي دولت ځواکونه تر هغه وروسته د اسراییلو « موساد» څارګرې ادارې جاسوس «محمد مسلم» اعدام کړي چې په خپلو جاسوسي کړنو اعتراف وکړي.

د اسراییلو دغه جاسوس اسلامي دولت ته د ټولو هغه جاسوسانو چې په قدس کې اسراییلو ته جاسوسي کوي نومونه، لنډ معلومات او دقیق ځایونه ښودلي دي.

۱۹ کلن اسراییلی جاسوس مني چې د اسراییلو څارګرو ادارې ته دده پلار او ورور یې کار کاوه او هم ده ته اسراییلو روزنه ورکړې.

نوموړی زیاتوي چې اسراییلو د جاسوسۍ لپاره سوریې ته ولېږلو. هغه وايي چې اسراییلي استخباراتو نوموړی په دې مکلف کړ څو د اسلامي دولت د وسلو زخیرو ځای او مزایل معلوم کړي. همدا راز د اسلامي دولت سره موجود فلسطینيانو په اړه معلومات راټول کړي.

مسلم په ویډیو کې اعتراف کوي چې نوموړی هغه مهال افشا شو چې د اسلامي دولت اړوند په یو نظامي روزنځای کې يې روزنه کوله او هلته د ځېنو کارونو د ناکامېدو له کبله تر څارنې لاندې شو.

د اسلامي دولت دغه ويډیو کې دې ته په اشارې سره چې نوي ماشوم عسکر به یهودان په قدس کې وژني، یو ماشوم عسکر د یو بل ځوان سړي سره ولاړ وي او اسراییلو جاسوس وژني.

تر دې وړاندې هم اسلامي دولت دوه روسي جاسوسان د یو روسي ماشوم عسکر پر مټ وژني.

په ويدیو کې یو کس په فرانسوۍ ژبه وايي چې «د اسلامي دولت ځواکونو په فرانسه کې یهود ووژل او دا دی نن د اسلامي دولت ځوانان هغه څوک وژني چې غبي موساد د مسلمانانو او مجاهدینو جاسوسۍ لپاره رالېږلي دي».

هغه زیاتوي چې نېږدې وخت کې د اسلامي دولت ځواکونه ستاسو کورونو دروازو په درشل کې ودریږي او بیت المقدس به له ناپاکو یهودو څخه پاک کړي.

په دغه ۱۳ دقیقو او ۲۷ ثانیو ویډیو کې اسلامي دولت همدا راز د القاعده نړیوال جهادي تنظیم ډلې بنسټګر اسامه بن لادن او په عراق کې د القاعده پخوانی مشر ابو مصعب زرقاوي ویناوې هم راوړل شوي چې وايي جګړه په عراق کې کوي او سترګې یې د بیت المقدس ازادۍ ته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx