دیني، سیرت او تاریخ

دامام ابوحنيفه رحمه الله دعلمی ځواك او ستری پوهی یوه كيسه

لیکوال : استاد مجیب الرحمن عمر

امام ابو حنیفه رحمه الله یو ریښتونی ، حقگو ، زړور اوپوه امام وو چی دحق په وینا کی به یی دهيچا پروا نه کوله دهمدی له امله یی د جعفرمنصور د پاچا هۍ پرمهال زیاتی ستونزی گاللی نوموړی ستر امام به د منصور پاچا دوالیانو اوقاضیانو ټولی کړنی له نزدی څارلی او د اړتیا پرمهال به یی پری داصلاح په موخه کلکی نیوکی هم کولی منصور پاچاپه دی هیله وو چی له یوی لاری نه به امام صیب ته دنزدیکت موکه په لاس ورشی ، خو هرځل به امام صیب نه یوازی داچی ورنیزدی کیدو به نه ، بلکه لا پسی تری لری واټن به یی په دی خاطر نیولو چی دینی اوعلمی حیثیت ته یی څه زیان ونه رسیږی.

وایی چی یوه ورځ دمنصور پاچا قاضی ابن ابی لیلی ته د یوی لیونۍ ښځی راپور راغلی چی یو سړی ته یی د زنا کنځل کړی دی اورته یی ویلی ای د دوه زناکارو ( مور اوپلار ) بچیه ! نو قاضی په لیونې باندی د حد قذف دجاری کولو حکم وکړ چی په جمات کی یی په ولاړه دوه ځله حد کړه یوځل یی د پلار اوبل ځل یی دمور په کنځلو کله چی ددی پیښی نه امام صیب خبر شو نو ویې ویل:

دوی په دی فیصله کی شپږ خطاگانی کړی دی:

1 – مسجد کی یی پری حد جاری کړی او حد په جمات کی نه جاری کیږی.

2 – په ولاړه یی وهلی او ښځه په ناسته وهل کیږی.

3 – دوه حده یی پری جاری کړی حال دا چی که یوسړی ډیرو خلکو ته هم د زنا کنځل وکړی نو یو حد پری جاری کیږي.

4 – دوه حده یی یوځای ورکړل باید تر منځ یی جدا یی راوستلای وی.

5 – په لیونی ښځه حد نشته اودوی پری حد جاری کړ.

6 – د مور او پلار د وجی یی پری حد جاری کړی او حال داچی هغوی یو هم موجود نه وو او یا حد اقل دعوه یی هم په قضاکی نه وه کړی.

کله چی ابن ابی لیلی خبر شو نو غوسه شو او پاچا ته یی پری شکایت وکړ او بیا یی پری تر څه وخت دفتوی ورکولو پابندی ولگوله رحمه الله تعالی رحمة واسعة ، وجزاه الله عنا وعن جميع المسلمين خيرا

تاريخ بغداد 13 / 351 الاسلام بين العلماء والحكام 151

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رشـــــــــــــــــــاد بدر

عمرصیب الله دي وساته..خبره داده چه دیته به خطاګانی ځکه نه وایو چه د اوس هم د ډیروعلماوو اوائمو نظردی چه ایا برچا دوه حده جاری کیږي کنه لکه امام احمد اویوقول دشافعی دی او دمسجد خبره غټه داخنلاف مسئله دشافعی واحمد ،اوبل طرفته ابوحنیفه اومالک دي او داسي نور خوکچیری موږ اختلاف ته غاړه ایږدو مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x