افغانستان

طالبان: د لښکرګاه په سرښندونکي برید کې ۱۵ تنه بهرني عسکر ووژل شول

injured_us_soldierنن ټکی آسیا: نن د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان سرښندونکی برید ترسره شو، چي له کبله يې د طالب ویاند قاري یوسف احمدي په وینا ۱۵ تنه بهرني عسکر مړه او دوه عرادې موټر يې ویجاړ شول.

نومړي زیاته کړه چي دغه برید د یو تن طالب چي حافظ عبد العلی حنظله نومیدی له خوا د یو کرولا ډوله موټر په واسطه تر سره شو.

خو له دې وړاندي د هلمند د امنیه قومندانۍ چارواکو وویل نني برید چی په لښکرګاه کې د سرکار ویاله په سیمه کې د بهرنیانو پر کاروان تر سره شو، هیڅ ډول زیان يې نه دی اړولی.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر د پيښي د تصدیق وروسته وویل چي د ایساف یو عراده موټر زیانمن شوی دی، او نور هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

د یادوني وړ ده چي په تیره میاشت کې د طالبانو په یوه ورته برید کي چي په پلازمینه کابل کي تر سره کړی وو، شاوخوا ۱۴ بهرني عسکر وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x