خبرتیاوی او پیغامونه

هلمندیان د بست کلا د بیا رغونې غوښتنه کوي

نن د تاریخي او لرغونو میراثو د ساتني د نړیوالي ورځي په مناسبت د هلمند د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست ، مدني او فرهنګي بنسټونو په بست تاریخي کلا کي د یوې غونډي پر مهال د ملي یوالي د حکومت څخه د هلمند د لرغونو میراثونو په ځانګړې توګه د بست د ستري تاریخي کلا د رغوني غوښتنه وکړه .

غونډي ته د هلمند د اطلاعاتو او فرنګ ریاست مرستیال ښاغلي فرید احمد فرهنګ او په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغی د مرکز مشر ښاغلي فرهاد داوري تر څنګ یو شمیر مدني فعالانو ، د ټولنو مشرانو او لیکوالو ویناوي وکړې ، د لاندي فعالانو او ټولنو څخه مننه چي په غونډه یې رنګینه کړه :

1. شاه محمود حسرت – لیکوال

2. ستار ستوری – مدني فعال

3. عبدالهادي عمري – د ژوند فرهنګي ټولني مشر

4. شریف عظمي – مدني فعال

5. سردار محمد همدرد – د هلمند مدني ټولني مشر

6. عبدالغفار اسحاقزی – د بست مدني ټولني مشر

7. مسعود ځلاند – د فکر او عدالت دمدني ټولني مشر

8. سید محمد حیرت – د هلمند ادبي بهیر مشر

9. عطاالله افغان – د ولایتي شورا غړی

10. متین ذاکر – د وزیر محمد اکبر خان د مدني ټولني مشر

11. نوید احمد وطنوال – د مدني ټولنو د همږغی د مرکز مرستیال

12. شفیق ژمن – مدني فعال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x