شعـــــرونه

په زړوكي اوسي

سید احسان الله الهام

لكه وينه مو هر دم رګو كي اوسي
موږ دده او دى زموږ په زړو كي اوسي
زموږ په زړونو كي د ده اوسيدل داسي
لكه ګل چي په تيرو اغزو كي اوسي
كه يې نوم اورئ نو غوږ سئ كلمې ته
كه يې ديد كوئ په ښو كارو كي اوسئ
پيروي يې كاميابي ده د دارينو
ترې باغي به د دوزخ اورو كي اوسي
دغه قول هم د ګران دى داسي وايي
خوش اخلاق به د رحمت سايو كي اوسي
چا چي زړه زموږ په جانان ندى بايللى
زړه يې تور دى ورسره تيارو كي اوسې
چي مين په ستر لارښود شي څوك الهامه
شي طالب او مسافر حجرو كي اوسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x