د نړۍ د ځېنو ولسمشرانو او لومړي وزیرانو معاشونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه ۱۳۹۳ل): یوې نوې او تازه څېړنې د نړۍ د ځېنو مشرانو د کلني معاشونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

د سي ان ان مني یوه راپور د نړۍ پرمختللیو هېوادونو د ۱۲ ولسمشرانو او لومړي وزیرانو معاشونه چې په اوسني وخت کې امریکايي ډالرو سره پرتله شوي، ښودلي دي.

د راپور له مخې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما تر ټولو زیات معاش اخلي. هغه په کال کې ۴۰۰،۰۰۰ (څلور لکه) امریکايي ډالر معاش اخلي. په امریکا کې د ولسمشر تنخوا هغه مهال دوه چنده شوه چې په ۲۰۰۱ کې جورج بش ولسمشر شو.

اوباما همدا راز هر کاله له ماليې خلاص ۵۰۰،۰۰ ډالر لګښت هم اخلي.

تر اوباما ورسته د کانډا لومړی وزیر سټيپن هارپر ۲۶۰،۰۰۰ (دوه لکه شپېته زره) ډالر کلنی معاش اخلي.

د جرمني لومړۍ وزیر ۲۱۶،۰۰۰ ایرو هر کال معاش لري چې ۲۳۴،۳۸۳ (دوه لکه څلور دیرش زره درې سوه درې اتیا) امریکايي ډالر کیږي. رسمي اسناد ښيي چې د لومړۍ وزیرې او د هغې د وزیرانو معاشونه د مارچ په پیل کې ۲،۲ سلنه زیات شوي دي.

د جنوبي افریقا ولسمشر جاکب زوما د کال ۲۲۳،۵۰۰ (دوه لکه درویشت زره او پنځه سوه) ډالر معاش اخلي.

د بریتانيې لومړی وزیر ډیویډ کیمرون د کال ۲۱۴،۷۸۲ پاونډه معاش د کال اخلي چې ۲۱۴،۸۰۰ امریکايي ډالر کیږي. دې کې د نوموړي د بریتانيې د پارلمان غړیتوب معاش چې ۶۷،۰۶۰ پاونډه کیږي، هم ګډ دی.

د جاپان لومړی وزیر شېنزو ابي تر ډیویډ کېمرون وروسته مقام لري. هغه د کال ۲۰۲،۷۰۰ ډالر معاش اخلي.

د فرانسې ولسمشر فرانکوس هولنډ ۱۹۴،۳۰۰ امریکايي ډالر اخلي. نوموړي د خپل معاش څخه ۳۰ سلنه هغه وخت کمه کړه چې په ۲۰۱۲ کې د فرانسې ولسمشر شو.

که د نوموړي د معاش څخه ۳۰ سلنه کمه نشي هغه بیا د کال ۲۵۵،۶۰۰ ایرو معاش اخېستلو چې ۲۷۴،۵۲۲ ډالر کیږي او تر اوباما وروسته دوهم ستر معاش دی. اوس هغه یوازې ۱۹۴،۲۵۱ ډالر معاش اخلي.

د روس ولسسمشر ولادېمیر پوتین په وروستیو کې خپل ۱۰سلنه تنخوا له دې کبله کمه کړه چې هېواد يې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس و ګریوان شو. اوس هغه ۸،۲ میلیونه روبل معاش اخلي چې ۱۳۶،۰۰۰ امریکايي ډالر کیږي.

د ایټالیا لومړی وزیر ماتیو رینزي د کال ۱۲۴۶۰۰ ډالره معاش اخلي.

د برازیل ولسمشره ډیلما روسېف د کال ۱۲۰،۰۰۰ امریکايي ډالر معاش اخلي.

هندی لومړی وزیر نریندر مودي نولس لکه هندي روپۍ کلنی معاش اخلي چې نېږدې ۳۰،۰۰۰ امریکايي ډالر کیږي.

تر ټولو کمه تنخوا د اقتصاد لخو د نړۍ دوهم پرمختللی هېواد چين ولسمشر شي جین پینګ اخلي. هغه کلنی ۲۲،۰۰۰ ډالر تنخوا اخلي. دا هم تر هغه وروسته چې د روان کال په پیل کې يې ۶۰ سلنه معاش پورته شو.