افغانستان

غزني: طالبانو دبهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان نولس عرادې موټر تخریب کړي

nato-tankers-reuters-543نن ټکی آسیا: طالبانو د غزني ولایت د مقر په ولسوالۍ کې د اکمالاتي کاروان او د کاروان د ساتونکو ۱۹ عرادې موټر وسوځول.

د غزني د ولایتي شوری غړي جمع خان ترکي د مقر د ولسوالۍ د اوسیدونکو په حواله رسینو ته ویلي چي تیره ورځ طالبانو د نومړي ولسوالۍ د جمجمه په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید وکړ، چي له کبله يې نولس عرادې موټر وسوځیدل.

د نومړي د معلوماتو له مخي په سوځول شویو موټر کې یو شمېر موټر د کاروان د ساتونکو هم شته، او داسي بریښي چي د کاروان ساتونکي او موټر چلونکي به هم وژل شوي وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې تر مخه خبر ورکړی وو، چي طالبانو تیره ورځ د جمجمه په سیمه کې د اکمالاتي کاروان ۱۲ عرادې موټر وسوځول، او همداسي يې د کاروان د ساتونکو دوه عرادې سرف ډوله موټر ویجاړ کړه.

د مجاهد په وینا طالبانو په دې برید کې یو د تیلو ټانکر او یو شمېر وسلې هم د غنیمت په توګه نیولي.

هغه زیاته کړې چي په یاد برید کې موټر چلونکو او د کاروان ساتونکو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې، خو د کره شمېر په اړه يې ناخبري وښودله، خو وې ویل چي په جګړه کې طالبانو ته کوم ډول زیان نه دی رسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x