نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ درې لوړپوړي چارواکي نن مازدیګر /چهارشنبه، کب ۲۰مه/ د ناڅرګندو وسله والو لخوا وتښتول شول.
د هرات سرپرست والي اصیل الدین جامي د یادې پېښې تایید کړی او زیاته کړې يې ده چې د پښتون زرغون ولسوالۍ درې لوړپوړي چارواکي نن مازدیګر څلور بجې تښتول شوي.
هغه زیاته کړې چې په تښتول شوو چارواکو کې د پښتون زرغون ولسوالۍ اجراییه مدیر، حقوقو مدیر او د ابتداییه محکمې قاضي دی. د جامي په وینا دوی د دغې ولسوالۍ څخه د هرات ښار پر لور روان و چې په لاره کې ناڅرګندو وسلهوالو لخوا وتښتول شول.
هغه ویلي چې تښتوونکو وروسته قاضي خوشې کړی او د تښتوونکو هویت ورته لا څرګند نه دی.
د هرات سرپرست والي له قوله پاتې دوه چارواکو د خوشې کولو لپاره یې سیمهییز مشرانو سره اړیکې نیولي او هغوی یې لټون پیل کړی.
هغه تښتول شوي کسان په دې تورن کړل چې د امنیتي ځواکونو سره د هماهنګۍ پرته يې دغه سفر کړی دی.
تر دې مهاله د چارواکو د تښتولو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.
پښتون زرغون ولسوالۍ د هرات ښار په ۶۰ کیلومترۍ کې جنوب شرق لوري ته پرته ده او په زیاتو سیمو یې طالبان واکمن دي.