نړۍ

فلوريډا کې د نظامي چورلکې د پرېوتو له امله ۱۱ امريکايي عسکر تري تم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د امريکا اووه سمندري عسکر او څلور ځمکني پوځيان هغه مهال تري تم شول، چې چورلکه يې د امريکا فلوريډا ايالت کې د هوا د خرابۍ له امله د ډسټن او پينساکولا تر منځ سمندر کې پرېوته.

فلوريډا کې د هوايي ځواک د مرکز وياند مايک سپېټ رسنيو ته وويل، چې سمندر کې د پروتې چورلکې ځينې پاتې شونې يې موندلي، مګر تر اوسه يې د ورکو عسکرو کومې نښې نښانې نه دي تر لاسه کړي.

د امريکا د هوايي ځواک وياند هم رسنيو سره په خپلو خبرو کې د يادې پېښې پخلی کړی او وايي، چې يوولس امريکايي عسکر د يادې چورلکې د پرېوتو له امله نادرکه دي.

چارواکو تر اوسه د ورکو عسکرو هويت نه دی په ډاګه کړی، مګر دومره يې ويلي، چې د ورکو شوو عسکرو کورنيو ته يې د دوی د چورلکې د نسکورېدو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x