افغانستان

پاکستان غیر قانوني افغان مهاجرین راجستر کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د مهاجرینو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې څو ورځې وړاندې یې پاکستان ته سفر کړی وايي چې پاکستان ورسره موافقه کړې چې غیرقانوني مهاجرین به راجستر کوي.

که څه هم بلخي بي بي سي ته ویلي چې د غیرقانوني اسنادو نه لرونکو ثبت نام پیل شوی دی، خو په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین وايي چې لا تر دې دمه په هېڅ ځای کې د هغو مهاجرینو چې مهاجر کارت نه لري نوم ثبتونه نه ده پیل شوې.

پاکستان وايي چې په هېواد کې يې ۱،۴ میلیونه افغان مهاجرین چې قانوني اسناد نه لري اوسیږي.

د مهاجرینو د چارو وزیر زیاته کړې چې پاکستان ورسره د مهاجرینو په اجباري نه ویستلو هم موافقه کړې او د پخوانیو موافقو پر اساس مهاجرینو ته اجازه ورکړل شوې چې په تدریجا ډول هېواد ته ستانه شي.

بلخي همدا راز ویلي هغه مهاجرین چې په پاکستان کې راجستر دي تر ۹ نورو میاشتو پورې په دغه هېوا د کې د اوسیدو قانوني حق لري.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مهاجرینو د چارو وزیر له خپل سیال عبدالقادر بلوچ سره په درې مواردو کې موافقه کړې. خبرپاڼه دغه درې موارد نارجستره افغان مهاجرینو رجسترول، د پاکستان او افغانستان له لوري د یوې ګډې کمېټې جوړول چې د نارجستره افغان مهاجرینو په رجسترولو باندې کار وکړي، په اینده کې د مهاجرینو ستونزې حل کړي او د مهاجرینو په خپله خوښې بېرته ستنیدل ښودلي دي.

په وروستیو څو میاشتو کې پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو افغان مهاجرینو په نیولو، ځورولو او اجباري ویستلو پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو اړوند مهاجرینو سازمان وايي چې یوازې د جنورۍ په میاشت کې ۲۲زره افغان مهاجرین له پاکستانه ویستل شوي چې د ټول ۲۰۱۴ز کال په پرتله دوه چنده دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x