افغانستان

کندهار: د بهرنیانو په بمبار د ۷ ماشومانو په ګډون ۸ کسه شهیدان او دوه انجوني ټپياني شوې

boy_killed_by_nato_airstrike_helmandنن ټکی آسیا: د کندهار ولایت دژیړې په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بمبارۍ له امله اوه تنه کوچنیان او یو سړی مړه او دوه انجوني ټپي شوې.

دغه پيښه تیره ورځ د ژیړی ولسوالۍ اړوند د سیاچوی په کلي کي را منځته شوې.

په دې اړه د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي تیره ورځ د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ اړوند د سیاچوی په کلي کي بهرنيو الوتکو بمونه وغورځول

چې له امله اوه  تنه کوچنيان او يو نارينه په شهادت ورسيدل او دوه تنه انجوني ټپي شولي.

د خبرپاڼي له مخې جمهور رئیس دغه پيښه په کلکه غندلې او د پيښي د جدي څیړلو لپاره یې هیئت ټاکلی، او د تحقیقاتو وروسته به د دودیزې لويې جرګې د مشورو په رڼا کې خپل موقف څرګند کړي.

د ایساف مطبوعاتي دفتر هم د پيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي ایساف او د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارت مسئولین به په دې اړه تحقیقات وکړې، او تر بشپړېدو وروسته به يې خپاره کړي.

باید وویل شي چي څو ځلي مخکي هم داسي بمبارۍ تر سره شوې، خو افغاني چارواکو هر ځلي د څیړنو او کلک غبرګون ژمنه کړې، حتی کرزي د هلمند په نوزاد سیمه کې د ورته بمبارۍ وروسته ګواښ وکړ چي که يې یو ځل بیا په ولسي خلګو بمبار تکرار کړ، دوی به بهرنیو ځواکونو ته د اشغالګرو خطاب ورکړي،  خو له هغه وروسته په لسګونو ځایونو کي بهرنیانو بمبار هم کړی، او د ماشومانو او ښځو په شمول يې ګڼ شمېر ملکي کسان هم په شهادت رسولې، خو افغان حکومت او ولس مشر کرزي خپلي کړي ژمني هیري کړې، او د هري پيښي وروسته يې نوي هیئتونه ټاکلي او نوي ژمني يې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x