
اندونیزیا: له کور اخیستلو سره ښځه وړیا ترلاسه کړئ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه ۱۳۹۳ل): ځینې وختونه انسان د یو څیز خرڅولو لپاره مختلف وړاندیزونه وړاندې کوي خو په اندونیزیا کې د یوې میرمنې لخوا وړاندیز شوی چې د کور اخیستلو سره ښځه وړیا ترلاسه کړئ.
د اندونیزیا په جاوا ښار کې د سلمان نومې ټاپوګانو اوسیدونکی ۴۰ کلنې کونډې په اخبار کې داسې خبر خپور کړی چې ټول نړیوال يي حیران کړي.
دغې میرمنې په اخبار کې لیکلي چې د نوموړي کور دوه کوټې، دوه تشنابونه، د کبانو ډنډ او د موټر ودرولو ځای لري او غواړي دغه کور د ۷۵۰۰۰ ډالرو په بدل کې وپلوري.
نوموړي په دغه خبر کې یوه نادره وړاندیز هم کړی او لیکلي يي دي چې د کور پیریدونکی کولی شي د کور له پخواني څښتن سره په وړیا ډول واده وکړي.
په اخبار کې لیکل شوي چې دغه وړاندیز یوازې جدي خلکو لپاره دی او دې خبر کې په لیکل شوي ټولو شرایطو به په جدي ډول عمل وشي.
دغه خبر اجتماعي رسنیو کې هم د ډیرو خلکو توجه په جلبولو بریالی شو او خلکو مختلفې تبصرې هم وکړې. یو کس د دې خبر په اړه لیکلي و چې دغه میرمن له ډیر ذهانت څخه کار اخیستی ځکه په دې ډول به کور پیسې هم ترلاسه کړي او بیا به هم خپل د کور څښتنه وي.