ټولنیزه برخه

راځئ چې عقل وپیژنو!

خالد حسن

عقل څه شي ته وايې ؟

په لغوي برخه کښې عقل بندولو ته وايې.

عقال ته هم ځکه عقال وايې ، چه دوی د کاروان په وروستنۍ برخه کښې حیوانات له تیښتې څخه د رابندولو لپاره روان وي.

له مخکینې تعریف څخه مو دا حاصل تر لاسه کړ، چه عقل یو داسي قوت مدرکه ده ، چه سړی له نقصان څخه بندوي.

په بل اړخ کښې ګټه او تاوان هر یو ځان ځان ته مختلف اقسام لري؛ ځکه په هره ګټه کښې څه تاوان او په هر تاوان کښې څه ګټه په غیر موزون شکل نغښتې وي.

دلته د عقل دا کار ده ، چه معلومه کړي، کوم ځای کښې ګټه ، په کوم ځای کښې تاوان غالب ده.

د بیلګې په ډول – یو کس ته زیاته تنده ور پیښه ده ، په داسي حال کښې چه له ده سره بغیر له زهرجنو اوبو نور څه نشته چه دده د تندي لپاره بسنه وکړي.

دلته سره له دې چه ، دغو اوبو په څښلو به تنده ماته شي ، چه دغه يې ګټه ده.

خو عقل وايې چه تاوان يې غالب ده،تنده به ماته شي خو له ژوند څخه به هم لاس ومینځي.

نو نتیجه دا شوه ،چه نفعه او ضرر دواړه هغه وخت قابل داعتبار دي،چه ګټه يې په تاوان،تاوان يې په ګټه غالب وي.

یوه مقدمه خو دا شوه ،له دې سره د وضاحت په موخه لاندي یوه بله مقدمه ږدو.

ددنیا په ګټه د اخرت ګټه ډیره ده ؛ ددنیا له نقصان څخه د اخرت نقصان ډیر ده ، ددنیا ګټه او تاوان د اخرت دګټې او تاوان په پرتله هیڅ شی هم نه دي.

د پورتنیو دوو مقدمو له وضاحت وروسته به عقل ددې حکم ورکړي،چه کوم کار کښې ددنیا فایده،خو د اخرت تاوان وي،نو دا ګټه تر لاسه کول نه ده په کار ؛ همدا شان ددنیا د تاوان په خاطر د اخرت ګټه پریښودل نه ده په کار،ځکه د لويې ګټې لپاره کوچنی تاوان برداشت کول یو ښه اهتمام دی.

بس همدغه اصل عقل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x