fbpx

اساسي قانون ناروغ دی

عبدالباری عارض
یو ټولنه او یا هیواد چې له لویه سره یې جوړښت د قانون پر خلاف وی نو طمع نه شي کېدای چې ژر به ملی ستونځی چې د شياسي ستونځو بنسټ یې جوړ کړیدۍ د حل لاره ومومی همدا وجه به وی چې ټولنېز انکشاف او اقتصادی پراختیا ناممکن کوی.

دوی اونۍ وړاندې ازادۍ رادیو د عدلیی وزارت په حواله وویل هغه سياسي ګوندونه او تشکېلات چې د عدلیی وزارت سره ثبت دی د مقرراتو سره سم په لنډه موده کې باید کم تر کمه په شلو ولایتونو کې خپلی څانګی پرانیزی که نه تشکېلات به یې منحل اعلان شي د هغی مقرری یا طرزالعمل خبری کوی چې د کلونو راهیسې د عدلیی وزارت سترګې پر پټی کړی وی، د اساسي قانون پنځه دیرشمه ماده خو یې اصلا د پامه غورځولی ده. بیا هم د لومړنی ګام په توګه ښه اعلان ؤ داسې احساس یې خلق کړ چې اوس د ټولنې د جوړیدو په لور حرکت پیل کېږی ځکه یقین دی چې ټول لوی تنظیمونه او جوړښتونه منحصر په قوم ، ملیت او سمت دی نه شي کولای په شلو ولایتونو کې خپل شتون تثبیت کړی، اما مهمه دا چې د عدالت وزارت به جدی وی او که به یې خپله اعلامیه بیا هم هیره شي.

له بده مرغه زموږ اساسي قانون دومره بې وزله او مظلوم دی چې هره ورځ د یوه زورواکې تر پښو لاندی پروت وی پر هغه هم بسنه نکېږی د عدالت وزارت هم اساسي قانون کوم مهم اساس نه ګڼی، نه حکومت نه پارلمان او نه هم قضا رحم پر کوی دا چې څنګه د ټولنې جوړښت ناقانونه دی . د اساسي پنځه دیرشمه مادی د افغانستان ولس ته حق ورکړیدۍ چې د خپلو حقوقو او غوښتنو لپاره شياسي ګوندونه او ټولنې د قانون سره سم جوړ کړی. د همدی مادی په دریم بند کې وایی(نظامی او نظامی ډوله تشکېلات او هدفونه و نلری) . اوس قضاوت وکړۍ ایا ټول لوی تنظیمونه او حزبونه (اسلامی جمعیت،اسلامی وحدت،ملی اسلامی جنبش،)د اساسي قانون د نوموړی حکم پر خلاف ملیشه یان ندی؟ مهم دلیل هغه چې نړیوال بشری حقوق سازمان د اسلامی جمعیت اجراییه ریس عطامحمد نور د بشری حقوقو د ناقیضینو په جمله کې د غیر مسول مسلحو کسانو په درلودلو تورن سو، په همدی ډول نور دا ډول جوړښتونه د قانون د حکم پر خلاف فعالیت کوی .دهمدی مادی په وروستۍ برخه که وایی(د قوم، شيمی،ژبی او فقهی مذهب پر بنسټ د ګوند جوړول او فعالیت کول جواز نلری) اوس قضاوت وکړۍ د جنبش ګوند یوازی د ازبک ملیت څخه جوړ دی چې په محدودو ولایتونو کې نفوذ لری ، د وحدت ګوند منحصر په هزاره ملیت یا د تشیُع اهل همدا رنګه اسلامی جمعیت د تاجکو څخه جوړ او مشخصی شيمی احتوا کوی. ایا دا ټول عینی واقعیتونه دی که نه؟ ایا د اساسي قانون له تصویبه بیا تر نن پوری ټول شياسي جوړښتونه د هغه پر خلاف فعالیت نه کوی؟. څوک نسته چې د عدلیی وزارت څخه پوښتنه وکړی چې ولی د اساسي قانون خلاف جوړښتونه د ګوندونو په نوم ثبت سویدی؟

په اصولو کې ټول هغه شيسټمونه چې د جهاد په دوران کې د وقت د مقتضیاتو او اړتیا پر بنیاد د جګړه ایز ماشین د څرخولو لپاره رامنځ ته سوی وه د جهاد د بری وروسته باید منحل سوی وای دلیل هم دا چې هغه له یوه اړخه خپل رسالت ترسره کړ له بله اړخه هغوی د شياست او حکومتولی لپاره نه وه سامبال سوی او د جهاد د شرایطو پر بنسټ ټولو تنظیمونو ملیتی، ژبنی ، سمتی او حتی مذهبی رنګ لرلۍ چې په اوسنی زمانی مقطع کې دا ډول روحیه د ملیتونو د بیلتون معنی لری. دا چې ولی تر اوسه د قانون په نقض ساتل سویدی د بحث وړ موضوع ده.

که د حقیقت څخه سترګې پټی نه شي د اوسنی تنظیمونو او ګوندونو شتون په ولس کې د بیلتون د کرښی ایستلی دی ټول اولس پوهیږی چې که څوک ازبک وی باید جنبش ته ورسی او که هزاره وی باید وحدت ته ورسی او که تاجک وی باید عطا ته ورسی نو ځکه په قاطعیت ویلای سو ترڅو دغه شيسټمونه ملغی نه شي او دموکراتیکو افغانستان شموله شياسي سازمانونو ته لاره همواره نه شي په هیڅ ډول د واحد افغانستان او دموکراتیک بنسټونو ادعا نه شي کېدلای د ملت سازۍ په لاره لوی خنډ ملیتی تفریقی دی او دا ملیتی تفریقی د غیر قانونی جګړه ایزو شيسټمونو په وجود کې شتون لری . یا په بل عبارت د همدی ګوندونو او تنظیمونو په وسیله د ملیتونو په مابین کې سری کرښی ترسیم سویدی. کله چې امریکا ولیدل افغانان په ډیره اسانی اساسي قانون نقض کوی نو په جرات یې د اساسي قانون پر خلاف د ملی یووالی د حکومت طرح عملی کړه.

متل دی( زه دی باغ نه وینم ته وایی تارو درغلۍ). موږ استدلال کوو چې تنظیمونه د اساسي قانون د پورتنیو موادو پر بنسټ قانونی بڼه نلری، نړیواله د بشری حقونو موسسه د خپلو مندونو پر بنسټ وایی د جمعیت اسلامی ګوند اجراییه ریس عطا محمد نور په بشری ضد جرایمو ککړ دی د عدالت میز ته دی ودریږی . خو عطامحمد تیره ورځ رسنیو ته وویل چې د هیواد د سولی بهیر باید د جمعیت د ګوند په مشوره او ګډون مخ ته ولاړسی( یعنی زما په مشوره). قضاوت خلګ کوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د