افغانستان

نورستانی: «ځینې کړۍ» د ولسي جرګې ټاکنې ځنډوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی وايي چې ځینې کړۍ غواړي چې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډېږي.

یوسف نورستانی وايي چې دغه کړۍ پخپله ولسي جرګه کې دي او هڅه کوي چې د ولسي جرګې ټاکنې پخپل وخت ترسره نه شي.

نوموړي د چا مشخص نوم یاد نه کړ، خو ویې ویل چې د همدې کړیو د هڅو او لګښت د نشتوالي له امله ښايي ټاکنې پخپل وخت ترسره نه شي.

د اساسي قانون د ۸۳مې مادې له مخې د موجوده ولسي جرګې مسوولیت د راتلونکي لمریز کال د چنګاښ په لومړۍ ورځ د ټاکنو له اعلان سره جوخت پای ته رسېږي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وايي چې دوی د دې ټاکنو د ترسره کولو لپاره ۱۴۰ میلیونه ډالره لګښت ته اړتیا لری، چې په خبره يې تر اوسه د دې پیسو درک نشته.

نورستانی وايي چې دوی څلور میاشتې  وړاندې هم د ګډ حکومت مشر ته د بودجې د نشتوالي ویلي و او د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم ماليې وزارت ته امر لېږلی و، خو لا يې هم درک نه لګېږي.

له قانوني اړخه د راتلونکې ولسي جرګې ټاکنې باید د را روان لمزیز کال په سر کې ترسره شي، خو یوسف نورستانی خپل مالي لګښت او د ځینو کړیو یادونې ته په اشارې وايي چې دوی پخپل وخت ټاکنې نشي ترسره کولای.

په ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډولو کړۍ هغه وخت پیاوړې شوي چې د کابل – واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د تصویب مسئله رامخکې شوه.

د کابل – واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د مسودې د تصویب په مهال د دې امنیتي تړون مخالفو وکیلانو په پارلمان کې د دې تړون  په ملاتړ تور ولګاوه، چې دوی ته د امریکا سفارت پیسې او مېلمستاوې ورکړې دي، له دې سره جوخت يې ورسره ژمنه کړې چې د دوی کاري موده به یو کال نوره هم اوږدوي.

د شنونکو په باور ښايي د یوسف نورستاني موخه هماغه وکیلان وي چې د امریکا سفیر ورسره د ولسې جرګې د یو کال نور اوږدېدو ژمنه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x