افغانستان

دطالبانو په ډزو یوه امریکایی چورلکه رانسکوره شوې

ch47_chinookڅوشیبی مخکی له کابل څخه خبر  رارسیدلي چی  نن ماسپښین په درې بجې دکابل ولایت قرباغ ولسوالي مربوط دبګرام نوي سړک ته څرمه د(کوبکي ناوو ) په سیمه کې د طالبانو له لوري په یوه  راکیټي بریدکې دامریکایی ځواکونو یوه چینوک ډوله هلیکوپتر رانسکوره شوه .

له سیمې نه په ترلاسه شویو تازه معلوماتو کې ویل شوي ، هلیکوپترله ویشتلو سره سم په هواکې اور واخیست اورانسکوره شوه ، طالبان وایی  په الوتکه کې ناست ۳۳ تنه امریکايي عسکر ټول وژل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی له ډیره وخته د یادې سیمې په یوه حاکمه نقطه کې ددوي مجاهدینو دالوتکې لپاره په کمین کې انتظار ایسته جې نن ورځ د الوتکې په ویشتلو سره خپل هدف ته ورسیدل.

مجاهد زیاته کړه چي ویشتل شوې هلیکوپتر چینوک ډوله نظامي ترانسپورټي چورلکه ده چې تل ګڼ شمېر بهرني عسکر ليږدوي چې په رانسکوريدو سره يي دښمن ته درانه تلفات اوړي .

 همدارنګه ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره دخبرو پر مهال ویلي دغسې پيښې پخوا هم دهيواد په ګوټ ګوټ کې ترسره شوي چې دښمن يي تل دنسکوريدو پړه په تخنيکې ستونزه اچوي خو څو مياشتې وړاندې دميدان وردګو په سيدآباد کې په دغسې يوه پيښه کې دښمن اړشو چې خپل ټول تلفات ومني او په خپل درانه زيان اعتراف وکړي.

نوموړي زیاته کړه دنن ورځې دهليکوبترې دسقوط ويډوهم جوړه شوي ده چې زموږ د نشراتو دمرکز لخوا به په راتلونکې کې نشر شي، دغه پيښه هم د وردګو پيښې ته ورته وه ، دغه پیښه په داسي حال کی رامنځ ته کیږي چې امریکا غواړی په افغانستان کې دتل يا اوږدې مودي لپاره اډې ولري او لاهم په افغانستان کی خپل وجود ته دوام ورکړي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x