fbpx
څارنوالان د ارګ مخته د لاريون پر مهال

ولسمشرۍ ماڼۍ غير مسلکي څارنوالان له دندو ګوښه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشرانو پرېکړه کړې، چې شاوخوا زر غير مسلکي څارنوالان له دندو ګوښه کړي.

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي رسنيو ته ويلي،چې اشرف غني ته يې داسې يوه طرحه وړاندې کړې، چې غير مسلکي او اصلي اسناد نه درلودونکي څارنوالان له دندو ګوښه او پر ځای يې نوي مسلکي څارنوالان وټاکي.

د محمدي په وينا يوازې په لويه څارنوالۍ کې د دغو غير مسلکي څارنوالانو شمېر نږدې زرو تنو ته رسيږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې له ټولو څارنوالانو به ازموينه اخلي او هغه څارنوالان، چې اسناد نه لري له دندو به يې ګوښه کړي.

څارنوالانو د ولسمشرۍ ماڼۍ د يادې پرېکړې پر ضد غبرګون ښودلی او تېره ورځ يې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخته لاريون وکړ او د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه پرېکړه يې به سختو ټکو وغندله.

لاريون کوونکو وويل، چې دوی هر يو له شلو تر دېرشو کالو کاري تجربې لري او دوی اوس څنګه کولای شي، چې د نوو څارنوالانو پر وړاندې د امتحان لپاره کيني.

لاريوونکوونکو زياته کړه، چې ولسمشرۍ ماڼۍ په دې چل غواړي، چې تجربه لرونکي څارنوالان له دندو ګوښه او پر ځای يې هغه کسان وټاکي، چې د حکومت دواړو مشرانو سره يې په ولسمشريزو ټاکنو کې منډې ترړې کړي دي.

لاريوون کوونکو تور ولګاو، چې اسناد جوړول ډېر اسانه کار دی او ډېرو نوو راغلو مامورينو او څارنوالانو په پېښور او ايران کې جعلي اسناد جوړ کړي او افغانستان کې هېڅ داسې باوري اداره نه شته، چې دغه اسناد ارزيابي کړي، چې کوم يې اصلي او کوم يې جعلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د