افغانستان

ډاکتر اشرف غني احمدي دمیدان وردګو ولایت ولسونو سره دژورو بحثونو په موخه سفر وکړو.

ashraf_ghani_visit_to_wardakدنړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته دامنیت دپروسې په دویم پړاو کې دانتقال دپروسې مشر ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزې دملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو،ملي امنیت ریاست او دسیمه ایزو ارګانونو دخپلواکې ادارې داستازو په ګډون دنوموړې پروسې دلا پياوړې کولو او ددې ولایت قومونو،علماو، روڼ اندو،ځوانانو،دولتي مسولینو او ښځو سره دژورو بحثونو او اندونو په موخه سفر وکړو.

ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي او ورسره مله پلاوې دولایت والي محمد حلیم فدایي، دنهو اداري واحدونو ولسوالانو او اړونده ادارو ریسانو سره په کتنو کې د انتقال دپروسې په دویم پړاو کې دهغو ولسوالیو او سیمو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړي او د نوموړې پروسې دلاپیاوړې کولو په موخه یې د دوۍ نظرونه او وړاندیزونه واوریدل ترڅو ستونزو او موجوده خطرونو ته په کتو په داسې لارو چارو غور وشي ترڅو د غه ملي پروسه په بریالیتوب پای ته ورسیږي. ښاغلي فدایي راغلي پلاوې ته ډاډ ورکړو چې د انتقال دپروسې په دویم پړاو کې چې نه یوازې امنیتي برخې ته ځانګړې شوې بلکې ښې حکومتدارۍ او بیارغاونې دبهیر په لا غښتلي کولو سره او دشته امکاناتو څخه په موثرې استفادي او دغه ولایت دسوله خوښوونکو ولسونو په مرسته به په دویم پړاو کې دشاملو سیمو امنیت دپخوا په پرتله لا غښتلي او ښه حکومتدارۍا و بیارغاونه به یقیني کړي، ښاغلي والي دانتقال دپروسې دلابریالیتوب په اړه د سیمه ایزو ادارو د واکونو په زیاتولو،د امنیتي ارګانونو په غښتلي کولو او تجهیزولو، دعلماو او دیني مدرسو حالت ته د لا زیاتې پاملرنې او دخلکو اساسي غوښتنو او زیربیناوو دپیاوړي کولو غوښتنه وکړه. دانتقال دپروسې دکمیسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي دعلماو، قومي مشرانو،ولایتي شورا غړو، ښځو او ځوانانوسره په لیدنو کې دشته ستونزو دافغاني حل لارو چارو په سر ژورې مشورې وکړي او زیاته یې کړه(موږ په هېواد کې د امنیت راوستلو پرځای ثبات راوستلو ته اړتیا لرو داځکه چې امنیت په زور او ځواک سره منځته راځي او ثبات دخلکو په مشورو او مرستو رامنځته کیږي هغه وخت چې موږ په هېواد کې دثبات خاوندان شو نو بیا زموږ دایمي ګټې او ملي ارزښتونه څوک نشې تهدیدولای، همدارنګه ښاغلي احمدزې ځوانان دټولنې اساسي برخه یاده کړه او دغې برخې ته ځانګړې توجو یې دحکومت د راتلوونکو پالیسو یوه لویه برخه وبلله، چې ځوانان به د روانو تجربو څخه په استفادي دښه راتلوونکي لپاره دټولنې مشال شي. قومي مشرانو، ځوانانو،ښځو او علماو په خپلو خبرو کې د امنیت دانتقال روانه پروسه د ټولو افغانانو یو ستر ارمان وبللو او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړو نوموړو وویل(څرنګه چې وسلوال مخالفین دخپل جنګ او جګړو یوازینې بهانه بهرنیان بولې نو د دوۍ په وتو به د وسلوالو مخالفینو دا بهانه هم ختمه شي) راغلي پلاوې وروسته په نرخ ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ دمشرانو او استوګنو سره هم ولیدل او دنوموړې پروسې په اړه یې دغونډې دګډونوالو نظرونه هم واوریدل. ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي او ورسره پلاوې ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت دقطعاتو څخه هم لیدنه وکړه او دامنیتي ځواکونو سرښندنې یې وستایلې. په پای کې دولایت دمقام او ولایتي شورا لخوا انتقال دپروسې مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ته دعزت پکړۍ او ډالۍ ورکړل شوې

شاهد الله شاهد ، دو لایت ویاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x