طالبانو تخار کې اته پوليس وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د تخار ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه طالبانو د دغه ولايت خواجه غار ولسوالۍ کې اته پوليس وژلي دي.

د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور وايي، چې وژل شوي پوليس له خپلو دندو د کور پر لور روان وو، چې لاره کې ورته طالبانو کمين نيولی و.

د سنت الله په وينا څلور پوليس د کمين پر مهال ځای پر ځای وژل شوي او څلور نور يې طالبانو له ځان سره بوولي وو او له هغې وروسته يې وژلي دي.
په وژل شوو کې شپږ اربکيان دي او دوه نور يې دولتي پوليس دي.

د طالبانو وياند تر اوسه د يادې پېښې مسؤوليت نه دی منلی.

د يادونې وړ ده، چې تخار د هېواد شمال کې نسبتا با امنه ولايت بلل کيږي، مګر بيا هم د طالبانو فعاليت، بريدونه او چاودنې پکې د ورځنيو خبرونو برخه ده او ګڼې ولسوالۍ يې اوس هم له مرکزونو پرته د طالبانو په واک کې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د