افغانستان

طالبانو سلګونه دولتي مامورین له دندو زړه توري کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دوی په تېره میلادي میاشت کې سلګونه دولتي مامورین چې ډېری يې نظامي کسان دي له دندو زړه توري کړي او ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو د دعوت، ارشاد، جبل او جذب کمیسیون د میاشتني راپور له مخې دوی د الله جل جلاله په نصرت او د همدې کمیسیون په وسیله په تېره میلادي میاشت کې ۲۲۵ تنه دولتي مامورین د ځان ملګري کړي دي .

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې طالبان وايي چې دوی د فبروري په میاشت کې هم خپلې بلنیزې هڅې له نظامي هغو سره جوختي ګړندۍ ساتلې وي، چې پر مټ يې پورته شمېر دولتي مامورین د «حقایقو» درک ته متوجه کړي او له خپلو دندو زړه توري کړي دي.

خبرپاڼه کاږي: «د اسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چي نور به د خپل دین او وطن د خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ رازتعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، ترڅو لوی خدای جل جلاله ژر تر ژره زموږ له ویاړلي خاوري څخه د کفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغېړن ټغر ټول کړي »

تر دې وړاندې هم سیګار داسې راپور ورکړی و، چې یوازې د ملي اردو له لیکو زرګونه تنه تښتيدلي دي، چې ډېری يې د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

د همدې سرچينې له قوله تر اوسه پوري نږدې درې لکه د پولیسو کارتونه اخیستل شوي دي، خو یوازې یو سل اوه پنځوس زره يې دم ګړۍ پر دندو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

امریکا /ناتو مفلس در افغانستان شکست خورده اندتوان ادامه این جنگ دراز مدت را ندارند ! حالا وقت آن است که اشرف غنی و اداره دست نشانده اجیر صلیبی شان توبه نمایند و به مقاومت ملی مجاهدین/طالبان تسلیم شوند.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x