افغانستان

فراه: د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروان زیات شمېر ساتونکي مړه او ټپيان شول

privete_security_gaurdsنن ټکی آسیا: د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید کړی، چي له کبله يې د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د امر په وینا ۱۲ تنه ساتونکي مړه او اته تنه نور ټپيان شول.

خو طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي خبر ورکړ چي په دغه برید کي چي دفراه ولایت د ګلستان د ولسوالۍ د چکاو په سیمه کي د بهرنیو ځواکونو پر یو اکمالاتي کاروان د طالبانو له خوا تر سره شو، له امله يې ۲۴ تنه ساتونکي ووژل شول.

نومړي زیاته کړه چي په دې برید کې د کاروان د ساتونکو اته عرادې سرف ډوله موټر او شپږ عرادې ټانکر هم وسوځول شول، او طالبانو ۲۰ میله وسله غنیمت کړه.

د فراه ولایت دامنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد غوث “مليار” هم دبرید تصدیق وکړ، او زیاته يې کړه چي برید نن سهار په سیمه ایز وخت د نهو بجو په شا او خوا کې تر سره شو، چي له امله يې ۱۲ تنه ساتونکي مړه او اته نور ټپيان شول.

نومړي هم وویل چي په برید کې یو شمیر اکمالاتي موټر او دساتونکو د سپرلي موټر هم ویجاړ شوي دي، خو دقیق شمېر يې په ګوته نه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x