
ولسمشرۍ ته کاندیده او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې زیاتو شرابو څښلو وژلې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د کابل امنیتي چارواکي وايي چې ولسمشرۍ ته د کاندیدې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شهلا عطا یې په کابل کې مړه موندلې.
د کابل امنیه قوماندانۍ د پېښې تایید سربېره ویلي چې شهلا عطا په خپل کور کې په داسې حال مړه موندل شوې چې زیات شراب یې څښلي وو.
په عین حال کې د کابل د جنايي څېړنو رییس مل پاسوال فرید افضلي ویلي چې د نوموړې جسد نن د کابل ښار په لسمه ناحیه کې په خپل کور کې موندل شوی دی.
افضلي زیاته کړې چې تر دې دمه د نوموړې د مرګ علت معلوم دی او دوی په دې اړه څېړنې کوي چې د شهلا عطا مرګ طبیعي دی که بل کوم لامل لري.
د کابل جنايي څېړنو رییس وویل چې یاده پېښې په اړه عدلي طبي څېړنې کوي.
شهلا عطا په۱۳۸۴ز کال کې ولسي جرګې ته لاره وموندله او د ۱۳۸۸ ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته کاندیده وه.
نوموړې په ۱۳۴۶ز کال کې زږیدلی. پلار یې سردار غلام صدیق د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ملی اردو جنرال و.